د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د غزې په شمال او مرکز کې ۳۰۰زره خلک د غذا د کموالي له کبله خطر سره مخامخ دي


ملګري ملتونه وايي چې غزې کې ۳۰۰زره خلک د خوراکي مواد د کموالي له خطر سره مخامخ دي
ملګري ملتونه وايي چې غزې کې ۳۰۰زره خلک د خوراکي مواد د کموالي له خطر سره مخامخ دي

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د پنجشنبې په ورځ فبروري اتمه (سلواغه۱۹) خبرداری ورکړ چې د غزې په شمال او مرکز کې د ۳۰۰زره خلکو ژوند د خوراکي موادو د کموالي له کبله له خطر سره مخامخ دي.

د دغې ادارې مشر فیلیپ لازاراني وویل چې په وروستي ځل ورته څه باندې دوې اوونۍ مخکې غزې ته د خوراکي موادو د انتقال اجازه ورکړل شوې وه.

د بشري مرستو نورې ادارې هم وايي چې د اکتوبر له اوومې نېتې راهېسې فلسطیني ځمکو ته د حیاتي مرستو رسولو لپاره لارې بندې دي.

فیلیپ لازاراني په خپل ایکس کې لیکلي دی: «د بمباریو له پیل راهېسې په شمال کې زموږ د مرستو د ماموریت نیمايي غوښتنې مستردې شوې دي.»

ده همدغه راز لیکلي دي چې ملګرو ملتونو د غزې په شمال کې داسې سیمې په نښه کړې چې «لوږه په کې حاکمه ده او ګمان کېږي خلک په کې په قحطۍ کې ژوند» کوي.

اسرائيل د غزې شمال او جنوب محاصره کړي او اوسېدونکو ته یې ویلي دي چې د جنوب لوري ته وخوځېږي او وکوچېږي.

د غزې د ۲.۴ میلیون نفوس تر نیمایي زیاته برخه یې د رفح په ښار کې ټول شوي، د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو خپلو ځواکونو ته ویلي دي چې دغلته د برید لپاره چمتو واوسې.

د فلسطینی کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ډاریکټر تامس وایټ وویل چې په رفح کې د اسرائیل د بریدونو په اړه اندېښنې شته. دلته د دغې ادارې د ماموریتونو مرکز دی.

وایټ د الجزیزې شبکې ته وویل: «دا به زموږ لپاره دېر ګران پریوځي چې له رفح څخه خپل ماموریت بل ځای ته انتقال کړو. دا اوس هم د خلکو د غوښتنو د پوره کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ یو.»

نوموړي وویل چې اداره یې داسې امکانات په لاس کې نه لري چې له بې ځایه شویو فلسطینیانو سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظیم ادارې مشر یوریوس پیتروپولوس وویل چې دا قلمرو اوس د «لوږې او نا هیلۍ» په یوې صحراب مخ په بدلېدو دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG