د لاس رسي وړ اتصالات

میتا د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه يي د فیسبوک او انستاګرام حسابونه وتړل


د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په انستاګرام کې پنځه میلیون فالورز لرل
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په انستاګرام کې پنځه میلیون فالورز لرل

د میتا شبکې د پنجشنبې په ورځ فبروري اتمه (سلواغه ۱۹) وویل چې د دغې شبکې د محتوا د پالیسۍ څخه د سرغړونو له کبله یې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د فیسبوک او انستاګرام حسابونه وتړل.

د میتا شبکې یو ویاند فرانس پرس اژانس ته وویل: «موږ دا حسابونه وتړل، ځکه چې په مسلسل ډول یې زموږ د خطرناکو سازمانونو او افرادو له تګلارې څخه سرغړونې کولې.»

سره له دې چې میتا د اسرائیل او حماس د جګړې یادونه نه ده کړې، خو د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې د حماس له بریدونو وروسته په دې شبکې باندې فشارونه وو چې د ایران د دغه مذهبي مشر حسابونه وتړي.

خامنه يي په خپلو دغو ټولنیزو پاڼو او حسابونو کې په اسرائيل باندې د حماس د بریدونو ننګه کړې وه، خو په دغو بریدونو کې یې د ایران لاس لرل رد کړي وو.

ده همدغه راز په اسرائیل باندې د فلسطینیانو د غچ اخیستونکو بریدونو او په سرې بحیرې کې په تجارتي بېړیو او کښتیو باندې د حوثي یاغیانو د بریدونو حمایت کاوه.

ایت الله خامنه يي، چې له ۳۵ کالونو راهېسې په ایران باندې واکمن دی، په خپل انستاګرام کې پنځه میلیون مینه وال لري.

د میتا په تګلارې کې، چې په اساس یې دا پرېکړه شوې، ویل شوي دي: «رښتینې نړۍ ته د زیان رسولو او ګډوډولو د مخنیوي په هڅه کې، موږ هغو سازمانونو او افرادو ته، چې د تاوتریخوالي ماموریت اعلاموي او یا په تاوتریخوالي کې دخېل وي، اجازه نه ورکوو زموږ په چوکاټونو (پلټفورم) کې موجود وي.»

میتا همدغه راز وایي چې د «خطرناکو سازمانونو او افرادو توصیف، حمایت او استازیتوب به هم» له خپل پلټفورم څخه لېرې کړي.

فیسبوک او انستاګرام په ایران کې بند دي، خو ایرانیان د یو بل سافټویر (VPN) په کارولو سره دغو شبکو ته لاسرسي پیدا کوي. د میتا شبکې تر دې مخکې د طالبانو په ګډون د ځینو نور سازمانونو او افرادو حسابونه هم تړلي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG