د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان حزب الله وايي د اسرائیل یوه پوځي اډه یې په توغندیو ویشتلې


حزب الله ویلي چې د "میرون هوايي کنټرول" پر اډه یې برید د لبنان په ختیځ کې د اسرائیل د بریدونو په ځواب کې کړی دی.
حزب الله ویلي چې د "میرون هوايي کنټرول" پر اډه یې برید د لبنان په ختیځ کې د اسرائیل د بریدونو په ځواب کې کړی دی.

په لبنان کې د ایران له ملاتړه برخمنه اورپکې ډله حزب الله وايي د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۷ (کب ۸) د لبنان په ختیځ کې د اسرائیل د بریدونو په غچ کې ددغه هېواد یوه پوځي هوايي اډه یې په توغندیو ویشتلې ده.

د حماس متحد حزب الله د اکتوبر په میاشت کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې د اسرائیل د پوځ سره نږدې هره ورځ ډزې تبادله کړي، خو تراوسه دغه بریدونه تر ډیره حده په سرحدي سیمو پورې محدود و.

حزب الله ویلي چې د "میرون هوايي کنټرول اډه یې له څو خواو څخه په توغندیو په نښه کړه" او زیاته کړې یې ده چې دا توغندي د لبنان په ختیځ کې د اسرائیل د بریدونو په ځواب کې وار شوي دي.

امنیتي سرچینو ویلي اسرائیل د بعلبک ښار ته څېرمه د حزب الله پر اهدافو بریدونه کړي، چې دوه جنګیالي یې وژلي دي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د حزب الله د هوايي دفاع مرکزونه یې وروسته له هغه په نښه کړل چې دغې ډلې د دوی یوه بې پیلوټه الوتکه وویشتله.

ددې برید په ځواب کې، حزب الله د دوشنبې په ورځ هم د اسرائیل پر یوې پوځي اډې ۶۰ توغندي توغولي.

د فرانس پرس اژانس د راپور له مخې، د اکتوبر راهیسې د پولې په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمنځ په نښتو کې لږترلږه ۲۸۴ کسان د لبنان لوري ته وژل شوي، چې ډیری یې د حزب الله جنګیالي او ۴۴ یې ملکي خلک ښودل شوي دي.

د اسرائیل د پوځ په وینا، په روان تاوتریخوالي کې د اسرائیل لورې ته ۱۰ پوځیان او شپږ ولسي وګړي وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG