د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې جګړې پیل راهیسې په لبنان کې د اسرائیل په بریدونو کې تر ۲۰۰ ډیر کسان وژل شوي


د غزې جګړې پیل کیدو راهیسې د لبنان او اسرائیل په جنوبي سرحد کې د حزب الله وسله والو اسرائیل پوځ تر منځ تقریباً هره ورځ ډزې شوي.
د غزې جګړې پیل کیدو راهیسې د لبنان او اسرائیل په جنوبي سرحد کې د حزب الله وسله والو اسرائیل پوځ تر منځ تقریباً هره ورځ ډزې شوي.

د فرانس پریس خبري اژانس راپور له مخې په غزې کې د اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د اسرائیل – حماس جګړه پیل شوې د ګاونډي هیواد لبنان په جنوبي برخو باندې د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۲۰۰ کسان وژل شویدي.

د دې جګړې د پیل راهیسې د لبنان په جنوب کې چې د اسرائیل سره ګډه پوله لري، تقریباً هره ورځ د حزب الله شعیه وسله والو چې د حماس سره ملګرتیا لري او اسرائیل پوځ تر منځ ډزې شویدي.

د حزب الله ډلې دوشنبه جنوري ۲۲ مه (سلواغې ۲) اعلان وکړ چې درې وسله وال یې "بیت المقدس ته په لار" کې وژل شوي – د حزب الله ډله د "بیت المقدس ته په لار" عبارت د هغو وسله والو لپاره کاروي چې د غزې جګړې پیل راهیسې د اسرائیل پوځ لخوا وژل کیږي.

د فرانس پریس خبري اژانس ارقامو له مخې د دوشنبې تر ورځې د اسرائیل په بریدونو او ډزو کې په لبنان کې ۲۰۲ کسان وژل شويدي.

دې خبري اژانس معلومات د هغو اعلاناتو له مخې راټول کړي چې حزب الله ډله یې د خپلو وژل شویو وسله والو په هکله خپروي. په راپورونو کې څرګنده شوي چې د ۲۰۲ وژل شویو کسانو د جملې څخه ۱۴۷ یې د حزب الله غړي و.

د اسرائیل په بریدونو کې همدارنګه لږ تر لږه ۲۶ ملکیان هم وژل شوي چې درې یې خبریالان او دوه یې د ژغورنې عمله وه.

سره لدې چې د حماس – اسرائیل تر منځ د جګړې پیل راپدیخوا د اسرائیل په ډزو کې د لبنان یو سرتیری هم وژل شوی خو تر دې دمه د دې دواړو هیوادونو پوځ په یو بل ډزې ندي کړي.


د حماس او اسلامي جهاد ډلو هم ویلي چې د لبنان په جنوب کې یې د اسرائیل سره په جګړې کې ۱۰ وسله وال وژل شویدي.

په عین حال کې د لبنان رسمي ملي خبري اژانس دوشنبه ویلي چې د دې هیواد په سرحدي کلیو د اسرائیل په هوایي او توغندیو بریدونو کې یوه لیسه ړنګه شوې.

د حزب الله ډلې هم ویلي چې د اسرائیل پوځ مرکزونو یې ډزې کړیدي خو دا یې ندي ویلي چې مرګ ژوبله یې درلوده که نه.

پدې وژل شویو کې د حماس ډلې مرستیال صالح العاروري ندی شامل چې د روانې جنوری میاشتې په دریمې نیټې د شپږو نورو وسله والو سره د بیروت جنوب کې په یو هوایي برید کې ووژل شو. د برید ملامتي په اسرائیل اچولې شوې.

ها خوا د کډوالۍ لپاره نړیوال سازمان بیا ویلي چې د حماس – اسرائیل جګړې د پیل راهیسې په لبنان کې څه باندې ۸۳ زره خلک بې کوره شوي.

د اسرائیل پوځ بیا ویلي چې د هیواد په شمالي برخو کې یې چې د لبنان سره نښتې دي، ۱۵ کسان وژل شوي چې نهه یې سرتیري او شپږ یې ملکیان و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG