د لاس رسي وړ اتصالات

حوثي یاغیانو په تل ابیب باندې د ډرون الوتکې د برید ادعا کړې


تا لبیب ښار
تا لبیب ښار

په یمن کې ایران پلوه حوثي یاغیانو د جمعې په ورځ جولای ۱۹ (سرطان ۲۹) په تل ابیب ښار د بې پیلوټه الوتکې د برید ادعا وکړه چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا یو کس په کې وژل دی. حوثي یاغیانو ویلي چې دا د اسرائیل په وړاندې د دوی د عملیاتو د "نوي پړاو" نښه ده.

د حوثي یاغیانو ویاند یحیی سري وویل چې په تل ابیب باندې یې د «یافا» په نوم په یوې نوې بې پیلوټه الوتکه برید کړی چې د هغه په ادعا، د دښمن د دفاعي سیسټمونو څخه د تیریدلو وړتیا لري.

اسرائیلي مقاماتو ویلي دي چې په تل ابیب کې د سهار په ۳:۱۲ بجو د یو اپارتمان په ودانۍ کې چاودنې یو کس وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د اسرائیل پوځ د لومړنیو پلټنو پر بنسټ ویلي چې چاودنه "د هوايي هدف د غورځېدو له امله" شوې ده. د اسرائیل یو پوځي مقام چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل چې یوه "ډیره لویه" بې پیلوټه الوتکه کشف شوې خو د "بشري تېروتنې" له امله سمدستي د خبرداري زنګ ونه وهل شو.

له بلې خواد یمن د حوثي یاغیانو د سیاسي بیورو غړي حسام الاسد دا برید "بې ساري" بللی دی.

هغه د ایران پلوه چینل المیادین سره په مرکه کې وویل چې دا برید د اسرائیل په وړاندې د عملیاتو "نوي پړاو" په ګوته کوي چې په راتلونکي وخت کې به دا ډول بریدونه زیات شي.

د حوثي یاغیانو د سیاسي بیورو یوه بل غړي محمد البخیتي ویلي، بریدونه به یوازې هغه وخت ودریږي چې په غزه کې اوربند وشي.

حوثي یاغیانو د تیر کال د نومبر میاشتې له نیمایي راهیسې په غزې باندې د اسرائیل د بریدونو په غبرګون کې د سور سمندرګي په جنوب کې د باب المندب له تنګي څخه پر تېرېدونکو کښتیو بریدونه پیل کړل چې د سوداګرۍ نړیوال سیستم یې ګډوډ کړی دی.

د حوثي یاغیانو بریدونه د هغو بېړیو د بیمې د لګښت د زیاتوالي لامل شوي چې د سره سمندرګي په عمده سوداګریزه لاره تګ راتګ کوي.

امریکا او بریتانیا د دغو بریدونو په غبرګون کې د روان کال د جنورۍ له نیمايي راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر اهدافو بریدونه پیل کړي، خو دغو بریدونو د دغې ډلې د کړنو په مخنیوي کې اغېز نه دی کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG