د لاس رسي وړ اتصالات

حوثیان وايي د امریکا پر پوځي بیړۍ یې توغندي وار کړي؛ پنټاګون: د برید مخنیوی شوی


پنټاګون وايي پوځي بیړۍ یې په سره سمندرګي کې د حوثیانو توغول شوی توغندی شنډ کړی دی.
پنټاګون وايي پوځي بیړۍ یې په سره سمندرګي کې د حوثیانو توغول شوی توغندی شنډ کړی دی.

د یمن حوثي یاغیانو د چهارشنبې په ورځ جنوري ۳۱ (سلواغې ۱۱) وویل په سور سمندرګي کې یې د امریکا پر یوې جنګي بېړۍ توغندي ویشتلي دي. د امریکا پوځ له دې څو ساعته وړاندې د یو توغندي د شنډولو خبر ورکړی و.

د حوثیانو په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: "د یمن وسله والو سمندري ځواکونو د خدای تعالی په مرسته په سور سمندرګي کې د امریکا په بیړۍ یو اس اس ګراولي باندې څو توغندي وتوغول."

تر دې مخکې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندې (سنټکام) ویلي وو چې د ګراولي پوځي بیړۍ په سره سمندرګي کې د سه شنبې په ځايي وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې د حوثیانو یو توغندی په هوا کې شنډ کړی دی.

دا په سره سمندرګي کې پر بیړیو د حوثي یاغیانو د بریدونو د لړۍ وروستۍ پېښه ده.

د سنټکام په خبرپاڼه کې ویل شوي: "ایران پلوه حوثي وسله والو په یمن کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو څخه د سور سمندرګي په لور د بېړۍ ضد یو کروز توغندی توغولی دی... دغه توغندی د یو اس اس ګراولي بیړۍ له خوا په نښه او شنډ شوی دی. د کوم زیان یا تلفاتو اوښتو راپور نه دی ورکړل شوی."

حوثي یاغیان، چې د ایران په ملاتړ د لویدیځ او اسرائیل ضد "مقاومت محور" برخه ده، له څو میاشتو راهیسې په سره سمندرګي کې بېړیو ته امنیتي ګواښ پیښوي، چې په غبرګون کې یې امریکا او بریتانیې ددغو یاغیانو هدفونه په نښه کړي دي.

پنټاګون د سه شنبې په ورځ وویل، حوثي یاغیانو د نومبر له ۱۹مې نیټې راهیسې پر سوداګریزو او پوځي کښتیو له ۳۰ زیات بریدونه کړي دي.

ياغيان وايي دغه بريدونه يې د اسرائيل او حماس د جګړې په اعتراض کې له فلسطينيانو سره د پيوستون ښودلو په موخه کړي دي. د اسرائيل او حماس جګړه د اکتوبر له مياشتې راهيسې په غزه کې روانه ده.

د یاغیانو دې بریدونو ځینې بار وړونکي شرکتونه هڅولي چې د خپلو بیړیو مسیر له سره سمندرګي واړوي د جنوبي افریقا پر اوږده لار ولاړ شي.

سور سمندرګی د نړیوالې سوداګرۍ دپاره حیاتي بلل کیږي او د نړۍ شاوخوا ۱۲ سلنه سوداګریز مالونه له همدې لارې تیریږي.

د حوثیانو د بریدونو په ځواب کې د امریکا او بریتانیې ځواکونو په یمن کې د حوثیانو د توغندیو ځایونه او نور پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.

متحده ایالات په سره سمندرګي کې د کښتیو د ساتنې لپاره د یو ایتلاف مشري کوي، او پر حوثیانو یې د دپلوماتیک او مالي فشار د زیاتولو په نیت ددغو یاغیانو ډله د "ترهګرو" سازمانونو په لیست کې شامله کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG