د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا: په ایران مو فشار راوړ چې حوثي یاغیانو ته د وسلو ورکول بند کړي


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کیمرون
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کیمرون

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کیمرون وايي چې له خپل ایراني سیال حسین امیر عبدالهیان سره یې خبرې کړې او په هغه یې فشار راوړی چې ایران باید په یمن کې د حوثي یاغیانو حمایت کول پرېږدي.

کیمرون، چې په داووس کې د نړۍ په اقتصادي غونډې کې برخه لري، د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومې۲۷) په خپل ایکس حساب کې ولیکل: «ایران باید حوثي یاغیانو ته د وسلو او استخباراتي معلوماتو ورکول بند او له خپل نفوذ څخه کار واخلي چې په سرې بحیرې کې د حوثیانو بریدونه بند شي.»

هغه زیاته کړې ده: «ایران باید د سیمې په وضعیت سره خپل بې باکه عمل او د نورو د حاکمیت څخه سرغړونه پټ نه کړي. ما دا خبره په واضحه توګه د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان ته وکړه.»

د کیمرون او عبدالهیان دا ملاقات یوه اوونۍ وروسته له هغه کېږي، چې بریتانیا له متحدو ایالتونو سره یو ځای په یمن کې د حوثي یاغیانو په مرکزونو بریدونه وکړل، چارواکي وایي هغه ځایونه یې په نښه کړي‌ چې حوثي یاغیانو ترې په سرې بحیرې کې په تجارتي بېړیو باندې د بریدونو لپاره کار اخیسته.

د فرانس پرس خبري اژانس وايي چې د بریتانیا صدراعظم رېشي سوناک د دوشنبې په ورځ د خپل هېواد پارلمان ته وویل چې په دغو پلان شویو بریدونو کې د بې پیلوټه الوتکې د پرواز او د کروز میزایلو د توغولو د ځایونو په ګډون ۱۳ هدفونه وېشتل شوي او عملیات بریالي‌ وو.

سوناک او کیمرون دواړو وویل چې دا بریدونه حقوقي، متناسب او د توجیه وړ وو. ایران، روسیې او دناټو غړې ترکیې د دغو بریدونو سره مخالفت ښودلی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي‌ چې دا بریدونه د هغه د لارښوونې په اساس شوي دي. حوثي یاغیان وايي چې په سرې بحیرې کې په بېړیو باندې بریدونه په غزې باندې د اسرائیل د عملیاتو په ځواب کې کوي.

څو ورځې مخکې د امریکا پوځ وویل چې په سرې بحیرې کې یې په امریکایي بېړیو باندې د حوثي یاغیانو د میزایلو برید شنډ کړی دی.

د نړۍ تقریباً ۱۲ په سلو کې تجارتي بېړۍ او کښتۍ د سرې بحیرې د باب المندیب له تنګي څخه تیریږي چې د یمن جنوب لویدیځ او جیبوتي تر منځ دی. په دې وروستیو کې د حوثي یاغیانو د بریدونو له کبله دا تجارتي تګ راتګ ټکنی او ګډوډ شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG