د لاس رسي وړ اتصالات

یمن ته څېرمه د یونان پر یوې کښتۍ د توغندي برید شوی - راپور


حوثي یاغیانو وړاندې ګواښ کړی و چې د اسرائیل او حماس د جګړې په غبرګون کې له اسرائیل سره تړلې کښتۍ په نښه کوي خو دا اونۍ یې د امریکا او بریتانیې ګټې خپل "مشروع هدفونه" اعلان کړل.
حوثي یاغیانو وړاندې ګواښ کړی و چې د اسرائیل او حماس د جګړې په غبرګون کې له اسرائیل سره تړلې کښتۍ په نښه کوي خو دا اونۍ یې د امریکا او بریتانیې ګټې خپل "مشروع هدفونه" اعلان کړل.

په سره بحیره کې د حوثي یاغیانو له خوا پر کښتیو باندې د توغندیو د بریدونو په لړ کې، د سمندري خطر د څار یوې ادارې د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۶) وویل، د یونان یوه بار وړونکې بېړۍ یمن ته څېرمه په توغندي لګېدلې ده.

د امبري په نوم ادارې په خبرتیا کې ویل شوي: "د مالټا بیرغ لرونکې د یونان دا باروړونکې بیړۍ د سرې بحیرې له جنوبي برخې څخه د شمال پر لور د حرکت پر مهال په توغندي لګېدلې او زیانمنه شوې ده."

امبري وویل، دا کښتۍ چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې اسرائیل ته تللې او د سویز کانال لور ته روانه وه، له پیښې وروسته خپل مسیر بدل کړی او د بندر په لور روانه شوې ده.

حوثي یاغیانو ددغه برید مسئولیت منلی دی.

یاغیانو د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې پر بیړۍ یې وروسته له هغه برید وکړ چې د بیړۍ چلوونکو د یاغیانو "د سمندري ځواکونو پیغامونه او خبرداری له پامه وغورځاوه."

دغې ډلې په یمن کې تیره اونۍ د متحده ایالاتو او بریتانیا له بریدونو وروسته د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې په امریکایي کښتیو بریدونه پیل کړل.

د یکشنبې په ورځ، امریکایي ځواکونو د حوثیانو هغه کروز توغندی شنډ کړ چې یوه امریکایي پوځي ستره بیړۍ یې په نښه کړې وه، او د دوشنبې په ورځ د عمان په خلیج کې د متحده ایالاتو یوه بار وړونکې کښتۍ د یاغیانو په بل توغندي ولګېده.

دا پیښې د جمعې په ورځ د امریکا او بریتانیا له خوا د سره سمندر د بریدونو په غچ کې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې په یو شمیر ځایونو باندې د بریدونو څخه وروسته شوي چې په سمندر کې یې د کښتیو تګ راتګ له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

حوثي یاغیانو وړاندې ګواښ کړی و چې د اسرائیل او حماس د جګړې په غبرګون کې له اسرائیل سره تړلې کښتۍ په نښه کوي خو د جمعې له بریدونو وروسته یې د امریکا او بریتانیې ګټې خپل "مشروع هدفونه" اعلان کړل.

د بریتانیا د "سمندري سوداګرۍ عملیاتو" په نوم د سمندري امنیت د څار یوې ادارې چې د بریتانیا د سمندري ځواکونو لخوا کنترولیږي، د یمن په شمال لویدیځ کې د یوې "پېښې" په اړه خبر ورکړی خو نور جزئیات یې نه دي خپاره کړي.

تر دې مخکې د قطر صدراعظم ویلي وو چې په سره بحیره کې د تاو تریخوالي له امله به د مایع طبیعي ګازو لېږد اغېزمن شي، او خبرداری یې ورکړ چې پر یمن برید د کړکېچ د لا زیاتېدو خطر لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG