د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ وايي د حوثي یاغیانو درې کښتۍ یې ډوبې کړې 


د امریکا پوځ وايي چې حوثي یاغیان په اکمالاتي کښتیو بریدونه کوي
د امریکا پوځ وايي چې حوثي یاغیان په اکمالاتي کښتیو بریدونه کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو پوځ نن یکشنبه ډسمبر ۳۱ (جدي۱۰) وویل چې څرخي الوتکو یې په سرې بحیرې کې د حوثي‌ یاغیانو درې کښتۍ ډوبې کړې دي.

د امریکا د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي‌ چې په دغو کښتیو کې سپرو یاغیانو په یوې بلې اکمالاتي کښتۍ باندې برید کړی و.

اعلامیه وايي چې یاغیانو د امریکا د پوځ په څرخي الوتکو هم ډزې وکړې او په متقابلو ډزو کې د حوثي یاغیانو د څلورو کښتیو څخه یې درې، چې اکمالاتي‌ کښتۍ ته نژدې وې، ډوبې شوې.

د امریکا پوځ وايي چې د حوثي یاغیانو یوه بله کښتۍ تښتېدلې ده.

د متحدو ایالتونو مرکزي قوماندانۍ ویلي دي یوې ډنمارکۍ کښتۍ، چې د سنګاپور تر بیرغ لاندې فعالیت کوي، د مرستې غوښتنه ترې وکړه.

حوثي یاغیانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه ځلې په دې کښتۍ باندې برید کړی و.

د امریکا پوځ وايي دوه هغه بالستیک میزایل یې هم ویجاړ کړي چې د اکمالاتي کښتۍ د وېشتلو لپاره توغول شوي‌ وو.

حوثي یاغیانو له سرې بحیرې څخه تېرېدونکې کښتۍ په نښه کوي‌ او وايي چې دا کار د غزې په ننګه کوي. له دغې لارې څخه د نړۍ ۱۲ په سلو کې تجارتي توکي انتقالېږي او په دغو بریدونو سره د انتقال دا بهیر له خطر سره مخامخ شوی دی.

متحدو ایالتونو د دغو بریدونو د مخنیوي‌ او له سرې بحیرې څخه د کښتیو د ارام انتقال لپاره د څو ملتونو یو ګډ ځواک جوړ کړ.

د اکتوبر په اوومه نېټه د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهېسې په سیمه کې د حوثي یاغیانو خوځښتونه زیات شوي دي.

په سوریې او عراق کې دېره امریکایي ځواکونه وايي چې په وار وار پرې د بې پیلوټه الوتکو او راکټ بریدونه شوي دي.

واشنګټن وايي وسله والې ډلې د ایران په مرسته دا بریدونه کوي، خو تهران دا ادعا ردوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG