د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له فیلیپین سره ۵۰۰ میلیون ډالر پوځي مرسته کوي


د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د فیلیپین له ولسمشر سره لیدلي
د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د فیلیپین له ولسمشر سره لیدلي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن سه شنبه جولاۍ ۳۰ (زمری نهمه) وویل چې واشنګټن به له فیلیپین سره د ۵۰۰ میلیون ډالرو پوځي مرسته کوي.

بلینکن او د امریکا د دفاع وزیر لوید استن د واشنګټن د متحدینو سره د اړیکو د قوي کولو په هدف سیمې ته سفر کړی او په همدې ترڅ کې د فیلیپین مرکز مانیلا ته تللي دي.

د دوی د دغه سفر هدف په سیمه کې د چین د ځواک سره مقابله ښودل شوې ده.

بلینکن په مانیلا کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: «موږ اوس د فیلیپین لپاره د بهرنۍ پوځي مالي مرستې په برخې کې ۵۰۰ میلیون اضافي ډالر ځانګړي کوو، چې په سیمه کې زموږ له لرغوني متحد سره اړیکې قوي شي.»

نوموړي وویل چې دا پانګونه به د فیلیپین د ساحل ساتونکو او وسله والو ځواکونو د عصري کولو په چارو کې مرسته وکړي، چې د خپل حاکمیت څخه دفاع وکړي.

بلینکن او استن د فیلیپین له ولسمشر فریناند مارکوس سره هم ولیدل. مارکوس د چین د جنوب د اوبو په اړه د چین په مقابل کې قوي اقدامات کړي ‌دي. د چین او فیلیپین په ګډون یو شمېر هېوادونه په دغو اوبو باندې د مالکیت دعوه لري.

بلینکن او استن د فیلیپین د بهرنیو چارو او دفاع له وزیرانو اینریک مانالو او ګیلبرتو تیودورو سره هم لیدلي.

د ۵۰۰ میلیون ډالرو دا مرسته د هغو دوو میلیارد ډالرو برخه ده چې متحدو ایالتونو د اپریل په میاشت کې تصویب کړل.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي تړون په اساس، د فیلیپین ولسمشر موافقه کړې ده چې امریکا ته به اجازه ورکوي چې د فیلیپین نهو پوځي اډو ته لاسرسی ولری. یوه پوځي اډه د دغه هېواد په شمال کې ده، دغې پرېکړې د چین مشران غوصه کړي دي.

د توافق په اساس، امریکايي ځواکونه کولای شي چې د فیلیپین په دغو پوځي مرکزونو کې ځای په ځای او خپل تجهیزات او نور دفاعي وسائیل زیرمه کړي.

د فیلیپین د دفاع وزیر وویل چې دواړو هېوادونو موافقه کړې ده چې دا دفاعي تړون په بشپړ ډول تطبیق کړي او په ټولو برخو کې پانګونه زیاته او قوي کړي.

تر دې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې امریکا باید د چین په جنوب کې د اوبو په اړه شخړو کې مداخله ونه کړي، خو د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د دغو نویو پرېکړو په اړه لا څه نه دي‌ ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG