د لاس رسي وړ اتصالات

د تایوان ولسمشر په امریکا کې: د جګړې د مخنیوي لپاره باید ګډه مبارزه وکړو


د تایوان ولسمشر په امریکا کې.
د تایوان ولسمشر په امریکا کې.

د تایوان ولسمشر لای چینګ تي د ارام سمندر هېوادونو ته په سفر کې د متحده ایالاتو په هاوايي ایالت کې تم شو او امریکايي چارواکو ته یې په خطاب کې وویل چې "د جنګ د مخنیوي لپاره باید په ګډه مبارزه وکړو."

متحده ایالاتو ته د تایوان د ولسمشر سفر د چین غوصه راپارولې ده. تایوان د چین له لورې د برید له دایمي تهدید سره مخامخ دی، ځکه چې بیجینګ دغه ټاپو خپله خاوره ګڼي او په منظم ډول د تایوان په هوايي‌ حریم کې د جنګي الوتکو پروازونه کوي او د دې هېواد په شاوخوا کې خپلې جنګي بیړۍ دروي.

د تایوان ولسمشر په هاوايي ایالت کې په یوې میلمستیا کې وویل چې "جنګ هېڅ ګټونکی نه لري". د متحده ایالاتو دولتي‌ چارواکو، سیاستوالو،‌ د کانګرس غړو او په امریکا کې میشتو تایواني وګړو په هاوايي کې له نوموړي څخه په ځانګړو مراسمو کې تود هرکلی وکړ.

په دغو مراسمو کې د متحده ایالاتو او هاوايي بیرغونه د تایوان ولسمشر ته د ډالۍ په توګه ورکړل شول او هغه دا "د امریکا او تایوان ترمنځ د اوږدې مودې د ملګرتیا نښه وبلله" او ویې ویل چې دا په راتلونکې کې د واشنګټن او تایپي‌ ترمنځ د لا زیاتو همکاریو بنسټ دی.

متحده ایالات د تایوان تر ټولو مهم ملګری او له دغه هېواد سره د وسلو لوی مرستندوی دی. متحده ایالات د نورو زیات شمېر هېوادونو په څېر تایوان د یو هېواد په توګه په رسمیت نه پېژني خو ورسره غیر رسمي اړیکې پالي.

چین په نړیواله کچه د تایوان د هر ډول رسمیت مخالف دی او پر دغه ټاپو باندې د مالکیت ادعا لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې وویل چې د متحده ایالاتو لخوا د تایوان ولسمشر ته د سفر د زمینې برابرول غندي.

په اعلامیه کې راغلي:‌ "چین له نژدې څخه وضعیت څاري او د خپل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره پرېکنده او قوي اقدامات په پام کې نیسي."

د تایوان دولتي چارواکي له دې وړاندې هم د ارام سمندر یا لاتینې امریکا هېوادونو ته د سفر پر مهال د متحده ایالاتو په خاوره کې تم شوي دي او دې مسلې تل د چین غوصه پاورلې ده.

متحده ایالاتو تل د دفاعي تسلیحاتو په برخه کې له تایوان سره مرستې کړې دي،‌ خو ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنیزو سیالیو پر مهال ویلي و چې تایوان باید له ځان څخه د دفاع لپاره بیه پرې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG