د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت وايي چې د روان کال په لومړیو کې یې په سوریې کې د داعش ضد عملیاتو د یوې برخې په توګه د خپلو سرتېرو شمېر دوه برابره کړی او ۲۰۰۰ ته یې رسولی.
واشنګټن د څو کالونو لپاره دا خبره کوله چې په سوریې کې یې ۹۰۰ سرتېري دېره دي چې د جهادي ډلو په ضد د نړیوالو هڅو برخه دي.
د پنټاګون ویاند تورن جنرال پټ رایډر د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۹ (لیندۍ۲۹) خبریالانو ته وویل چې اوس «په سوریې کې تقریبآ ۲۰۰۰ امریکایي سرتېري» دي او په خبره یې دا تازه شمېر دی.
هغه د داعش د ماتولو ماموریت ته په کتو وویل: «اضافي شمېرې... موقتي سرتېري دي چې په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت (داعش) ماموریت لپاره دیره دي، چې د اوږد مهال لپاره هلته د استول شویو سرتېرو ملا وتړي.»
واشنګټن همدغه راز وایي چې په عراق کې هم ۲۵۰۰ سرتېري لري او د څو کلونو راهېسې کله ناکله بریدونه او عملیات کوي چې د داعش د بیا څرګندېدو مخه ونیسي.
امریکا د روانې میاشتې په سر کې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو راهېسې په سوریې کې بریدونه زیات کړي او هغه سیمې یې په نښه کړي چې د سوریې او د روسیې هوايي دفاع یې ساتنه کوله.
دا عملیات د یاغیانو تر بریدونو مخکې وو چې اوس په سوریې کې واکمن دي.
د ډسمبر په میاشت کې، چې یاغیانو دمشق ونیوه، واشنګټن اعلان وکړ، چې دغلته یې د داعش ۷۵ هدفونه وېشتلي، د متحدو ایالتونو مرکزي قومنداني وايي چې د دغو بریدونو هدف دا و، چې ډاډ ترلاسه شي داعش «د سوریې په مرکزي سیمو کې د بیا منظم کېدو لپاره د روان وضعیت څخه ګټه پورته نه» کړي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ تېره ورځ وویل چې ځواکونو یې د «مخکني رژیم او روسیې تر کنترول لاندې سیمو کې» د داعش ۱۲ اورپکي وژلي دي.
فورم \ دبحث خونه