په جنوبي کوریا کې د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ (مرغومې ۱۱) پلټونکو وویل چې د دغه هېواد د تعلیق شوي ولسمشر یون سوک یول د نیولو حکم صادر شوی دی.
دا لومړی ځل دی چې په دغه هېواد کې د یو برحاله ولسمشر د نیولو حکم ورکول کېږي.
د دغه خبر له خپرېدو سره سم د یون سوک یول سلګونه پلویان د هغه د کور په مخکې راټول شول. پارلمان څه موده مخکې هغه په هېواد کې د پوځي حکومت له اعلان وروسته استیضاح کړ او واکونه یې هم وځنډول شول.
د هغه د نیولو حکم له هغه وروسته ورکړل شو، چې په درېیم ځل هم د پوښتنو لپاره حاضر نه شو.
هغه ګډې ډلې چې د تعلیق شوي ولسمشر د پوځي حکومت د اعلان په اړه تحقیقات مدیریت کوي په یوې اعلامیې کې ویلي: «د نیولو او تحقیقاتو حکم... نن سهار ورکړل شو.»
د یون حقوقي ډلې دا حکم «غیر قانوني او بې باوره» بللی او د هغه د لغوه کولو لپاره قضیه ثبتوي.
په همدې حال کې د هغه سلګونه پلویان، چې د جنوبي کوریا بیرغونه ورسره دي، د هغه د کور په مخکې راټول شوي او د «پوځي حکومت قانوني دی، استیضاح اعتبار نه لري» شعارونه ورکوي.
د هغه یوې پلوۍ سونګ مي-جا وویل: «زه دلته ځکه راغلم چې د دې خبر په اورېدو حیرانه او پرېشانه شوم چې دوی غواړي ولسمشر ونیسي. پوځي حکومت خیانت نه و، خو دوی چې کوم کار کوي، خیانت دی.»
سیمې ته ډېر پولیس استولي شوي او مظاهره کوونکو ته وايي چې په خپلو کتارونو کې ودرېږي، خو د یون کور ته د تلو او راتلو لاره خلاصه ده.
د جنوبي کوریا ولسمشر څه موده مخکې پوځي حکومت اعلان کړ او ځانګړي ځواکونه یې د پارلمان ودانۍ ته واستول. خو پارلمان هغه استیضاح کړ او واکونه یې وځنډول. هغه د پوځي حکومت د اعلان له کبله بخښنه غوښتي. د جنوبي کوریا ولسمشر دا مهال د «خیانت په تور» تر تحقیقاتو لاندې دی او ممنوع الخروج هم اعلان شوی دی.
د جنوبي کوریا د اساسي قانون محکمه ۱۸۰ ورځې وخت لري چې د یون د استیضاح په اړه وروستۍ پریکړه وکړي. که محکمه د یون د استیضاح پریکړه تایید کړي، جنوبي کوریا باید په ۶۰ ورځو کې دننه د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره انتخابات وکړي او که وبخښل شي نوموړی به به بیرته خپل دفتر ته ستون شي.
یون سوک یول د ډسمبر په درېیمه (لیندۍ۱۳) په خپل هېواد کې په داسې حال کې پوځي حکومت اعلان کړ او د «دولت ضد» ځواکونو د ځپلو ژمنه یې وکړه، چې د هغه مخالف قانون جوړوونکي د پارلمان کنترول په لاس کې لره. نوموړي په خپلو تلویزوني خبرو کې ویلي وو چې هڅه کوي د شمالي کوریا ملاتړي او د جنوبي کوریا ضد ځواکونه سره جلا کړي.
فورم \ دبحث خونه