د لاس رسي وړ اتصالات

 
په جنوبي کوریا کې پوځي حکومت اعلان شو

په جنوبي کوریا کې پوځي حکومت اعلان شو


په جنوبي کوریا کې پوځي حکومت اعلان شوی
په جنوبي کوریا کې پوځي حکومت اعلان شوی

د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول د سه شنبې په ورځ ډسمبر درېیمه (لیندۍ۱۳) په دغه هېواد کې په داسې حال کې پوځي حکومت اعلان کړ او د «دولت ضد» ځواکونو د ځپلو ژمنه یې وکړه، چې د هغه مخالف قانون جوړوونکي د پارلمان کنترول په لاس کې لري.

نوموړي په خپلو تلویزوني خبرو کې وویل چې هڅه کوي د شمالي کوریا ملاتړي او د جنوبي کوریا ضد ځواکونه سره جلا کړي.

راپورونه وايي چې د پوځي حکومت له اعلان وروسته، ځانګړي سرتېري د پارلمان ودانۍ ته ورسېدل او د ننوتلو هڅه یې کوله. له دې لږه شېبه وروسته، د جنوبي کوریا پارلمان د پوځي حکومت د ړنګولو په اړه رایه ورکړه او له سرتېرو یې وغوښتل چې د پارلمان له ودانۍ څخه ووځي.

د جنوبي کوریا د اساسي قانون په اساس، پارلمان کولای شي د رایو په اکثریت سره پوځي حکومت ړنګ کړي.

د جنوبي کوریا رسمي اژانس یونهاپ راپور ورکړی دی، چې د پوځي حکومت له اعلان وروسته، د دغه هېواد پوځي مشرانو د پارلمان ټولې غونډې او نورې غونډې چې د خلکو اذهان ګډوډولای شي، وځنډولې.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کورت کمپبل د جنوبي کوریا وضعیت د «ډېرې اندېښنې» وړ وباله او په دغه هېواد کې یې د قانون په انتفاذ تاکيد وکړ. هغه وویل چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ته یې د جنوبي کوریا د وضعیت په اړه راپور ورکړی دی.

کمپبل وویل: «هیله لرو چې هر ډلو سیاسي شخړه په سوله ایز ډول او د قانون په اساس حل شي. غواړم بیا ټېنګار وکړم، چې له جنوبي کوریا سره زموږ ایتلاف وسپنیز دی او په ګډوډ حالت کې به د جنوبي کوریا ترڅنګ درېږو.»

د جنوبي کوریا ولسمشر یون د امریکا متحد دی او تېرکال ولسمشر بایډن په سپینې ماڼۍ کې د هغه قدمونو ته سور فرش وغوړوه او ښه راغلاست یې ورته وویل.

د بریتانیا حکومت خپلو خلکو ته ویلي دي چې په جنوبي کوریا کې په سیاسي مظاهرو کې له ګډون او هغوی ته له نژدې کېدو څخه ډډه وکړي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي: «وضعیت چټک بدلېږي... په جنوبي کوریا کې پرمختګونه له نژدې څارو.»

له ۱۹۸۰ کال راهېسې دا لومړی ځل دی، چې په جنوبي کوریا کې پوځي حکومت اعلان کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG