د فرانسې د صدراعظم مېشل بارنیه حکومت، چې درې میاشت مخکې جوړ شوی و، د چهارشنبې په ورځ ډسمبر څلورمه (لیندۍ۱۴) ړنګ کړل شو. پارلمان ترې د باور رایه بېرته واخیسته.
د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس په ځايي وخت د پنجشنبې په ورځ ډسمبر څلورمه (لیندۍ۱۴) راپور ورکړ چې د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ دفاعي تړون نافذ اوعملي کېدل یې پیل شول.
فلسطيني مقاماتو ویلي دي چې د حماس او فتح ډلو توافق کړی چې یوه داسې کمېټه به جوړوي، چې له جګړې وروسته غزه په ګډه اداره کړي.
په سوریه کې د کردانو په مشرۍ د امریکا ملاتړ لرونکي ځواکونه وايي د ترکیې پلوه ځواکونو له برید وروسته هڅه کوي چې د حلب له شاوخوا څخه لسګونه زره کردي اوسېدونکي تر خپل کنترول لاندې سیمو ته ولیږدوي.
ایران وايي چې د اروپا له دریو هېوادونو فرانسې، جرمني او بریتانیا سره د خپل اتومي پروګرام په اړه خبرې کوي.
په متحدو عربو اماراتو کې چارواکي وایي د یو یهودي مذهبي مشر (حاخام) د وژنې په تور یې درې کسان نیولي او اسرائيل دا وژنه د یهودو ضد عمل بللی دی.
په پاکستان کې مقامات وايي چې له تېرو دریو ورځوراهېسې په فرقه يي شخړو کې ۸۲ تنه وژل شوي دي او تر ۱۵۰ ورپورته نور ژوبل شوي دي.
د اقلیم په اړه د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې په یوه تازه مسوده کې پرمختللو هېوادونو ژمنه کړې چې د نړیوالې تودوخې د مخنیوي لپاره به له بې وزلو هېوادونو سره تر ۲۰۳۵ کاله پورې د کاله ۲۵۰ میلیارد ډالر مرسته کوي.
هندي پولیس وايي چې امنیتي ځواکونو د ماویست یاغیانو د له منځه وړلو په تازه عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۰ یاغیان وژلي دي.
څېړونکو نن جمعه نومبر ۲۲ (لیندۍ دویمه) وویل چې په هند کې د پړانګانو او فیلانو په ګډون د حیواناتو د نظارت کیمرې، بې پیلوټه الوتکې او نوره تکنالوژي، د ښځو د ځورونې، ترهې او په هغوی د جاسوسۍ لپاره کارول کېږي.
د نړۍ بېلا هېوادونو د جرمونو د نړیوالې محکمې (ای سي سي) له لوري د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د دفاع د پخواني وزیر یواو ګالانټ او د حماس د پوځي څانګې د مشر محمد دیاب ابراهیم المصري چې په محمد ضیف هم مشهور دی، د نیولو د حکم په اړه مختلف دریځونه څرګند کړي.
امریکايي څارنوالانو د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۰ (لړم۳۰) د هند لوی صنعتکار او میلیاردر ګواتم اداني د سلګونو میلیونو ډالرو په بډې ورکولو او له پانګوالو څخه د تادیاتو د پټولو په قضیې کې تورن کړی.
د چین دولتي رسنۍ سینهوا راپور ورکړی دی چې د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۰ لړم۳۰) د چین ولسمشر شي جینپینګ په غزې کې د جګړې بندېدو او اوربند غږ کړی دی.
د پاکستان پوځ وايي د خیبر پښتونخوا په بنو کې په یو ځانمرګي برید کې ۱۲ سرتیري وژل شوي او په همدې سیمه کې په یوه نښته کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.
د روسیې پوځ نن سه شنبه نومبر ۱۹ (لړم ۲۹) وویل چې اوکراین د بریانسک په سرحدي سیمې کې د دوی په یو پوځي مرکز باندې د متحدو ایالتونو د اوږد واټن وېشتونکي میزایل توغولي دي.
د جرمني حکومت د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۸ (لړم۲۸) وویل چې د مصنوعي ځېرکتیا په مرسته رهبري کېدونکي ۴۰۰۰ بې پیلوټه الوتکې اوکراین ته ورکوي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل چې د ماموریت موده یې پای ته رسیږي، ویلي چې په منځني ختیځ کې د روان وضعیت د بیانولو لپاره "نور الفاظ" نلري.
په نړۍ کې د کاتولیک مسیحيانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس په لومړي ځل په غزې کې د اسرائيل په بریدونو کې د «نسل وژنې» د دوامداره ادعا په اړه د نورو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تهران کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ته ویلي چې هېواد به یې د "ډار" لاندې مذاکره ونکړي.
د بشري حقونو د څار سازمان په تازه راپور کې ویلي چې په غزه کې د اسرائیل له لورې خلکو ته د تخلیې مکرر امرونه د "جبري انتقال جنګي جنایت " او د فلسطیني خاورې په ځینو برخو کې د "توکم پاکولو" په معنا دي.
نور پورته کول