د لاس رسي وړ اتصالات

بوریل: منځني ختیځ کې د کړاوونو د بیانولو لپاره 'نور الفاظ نلرم'


د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل چې د ماموریت موده یې پای ته رسیږي، دوشنبې نومبر ۱۸ (لړم ۲۸) وویل چې په منځني ختیځ کې د روان وضعیت د بیانولو لپاره "نور الفاظ" نلري.

د بوریل په مشرۍ د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرانو له وروستۍ رسمي غونډې وړاندې، هغه خبریالانو ته وویل: "په منځني ختیځ کې د روان وضعیت د تشریح کولو لپاره زما سره الفاظ ختم شوي دي." بوریل د خپل پنځه کلن ماموریت په مهال د د اسرائیل او فلسطینانو د شخړې په اړه په دریځ غوره کولو کې د اروپايي اتحادیې په پاتې راتګ خواشیني څرګنده کړه.

هغه وویل: "نور الفاظ نشته... په غزه کې شاوخوا ۴۴ زره کسان وژل شوي، ټوله سیمه ویجاړه شوې ده او په سلو کې ۷۰ وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي."

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ دغه ۷۷ کلن مشر وویل: "په دې تلفاتو کې ډیری د نهو کلونو څخه کم عمره ماشومان شامل دي."

بوریل تائید کړه چې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو له وزیرانو څخه غواړي چې په غزه کې د بشري وضعیت له کبله له اسرائیلو سره د سوداګریزو اړیکو سیاسي ډیالوګ وځنډوي.

خو تمه کیږي چې د فرانسې، جرمني، ایټالیا او هالنډ په ګډون د اروپايي اتحادیې ډیری غړي هېوادونه د هغه دا وړاندیز له پامه وغورځوي.

په اسرائیل کې د حماس د اورپکو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې له بې ساري برید وروسته اسرائیل د غچ په توګه په غزه کې د حماس خلاف پراخ هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل. د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه ددې شخړې په اړه په ژوره توګه سره ویشل شوي دي.

بوریل چې په مکرر ډول یې د خپل باور له مخې، د اسرائیل تیري غندلي دي، په دې اړه د اروپايي اتحادیې مرکزي غږ نه بلل کیږي.

په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په اړه، بوریل په ورته ډول د اروپا په غبرګون کې د نیمګړتیاوو په اړه خپله مایوسي څرګنده کړه او ویې ویل چې د اروپا پر پوله ددغه شخړې ۱۰۰۰ ورځې پوره کیږي.

بوریل وویل: "ډیر ځله موږ متحد نه یو او ډیری وختونه بحثونه ډیر اوږده شوي دي." هغه زیاته کړه چې خپلو همکارانو ته یې وروستۍ سپارښتنه دا ده چې خپل اتحاد پیاوړی کړي او د پریکړو په کولو کې بیړه وکړي.

بوریل وویل: "روسیه یوازې په دې خبره جګړه نه دروي چې تاسو یې په اړه فکر کوئ." هغه زیاته کړه: "که تاسو د عمل لپاره د تصمیم په نیولو باندې ورځې، اونۍ او میاشتې تیروئ، نو تاسو نشئ کولی چې ځای یو جیو پولټیک ځواک وښایاست."

ټاکل شوې ده چې د استونیا پخوانۍ صدراعظمه کایا کالاس په دسمبر کې د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې په توګه د جوزیپ بوریل ځای ونیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG