د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ فرانسیس په غزې کې د 'نسل وژنې' په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه


 کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس
کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس

په نړۍ کې د کاتولیک مسیحيانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس په لومړي ځل په غزې کې د اسرائيل په بریدونو کې د «نسل وژنې» د دوامداره ادعا په اړه د نورو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

نوموړي په خپل را روان کتاب کې دا غوښتنه کړې ده، د کتاب نوم یې دی: «هیله هېڅکله نه نا امیده کوي. د غوره نړۍ پر لور زیارت کوونکي.»

دا د غزې په څه باندې یوې کلنې جګړې کې د پاپ فرانسیس تر ټولو ښکاره مداخله ده. جګړه په اسرائیل باندې د حماس له برید وروسته پیل شوې.

پاپ د ایټالا د الا استامپا ورځپاڼې ته نن یکشنبه نومبر ۱۷ (لړم۲۷) د کتاب د متن څخه د اخیستلو شویو معلوماتو په اساس لیکلي: «د ځینو کارپوهانو په وینا، هغه څه چې په غزه کې شوي، د نسل وژنې د ځانګړتیاو سره برابر دي.»

هغه لیکلي دي: «دا موضوع باید په دقت سره وارزول شي چې مشخصه شي (دا وضعیت) د حقوق پوهانو او نړیوالو سازمانونو د تعریف سره برابر دی که نه.»

پاپ تر دې مخکې هم په په غزې کې د وژل شویو کسانو په اړه اندېښنه ښودلې وه، د حماس تر کنترول لاندې په غزې کې د روغتیا چارواکي وايي چې د اسرائیل په عملیاتو کې تر دې دمه ۴۳۸۴۶ کسان وژل شوي، چې اکثریت یې ولسی خلک دي.

خو دا لومړی ځل دی چې پاپ په علني ډول د غزې په جګړې کې د «نسل وژنې» اصطلاح کاروي، مګر تائید کړې یې نه ده.

د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې د غزې په جګړې کې د اسرائيل کردار «د نسل وژنې د ځانګړتیاو سره برابر» وباله او اسرائيل یې تورن کړ «چې لوږه د جګړې د وسیلې په توګه» کاروي.

متحدو ایالتونو، چې د اسرائیل کلک ملاتړی دی، د دغې کمېټې موندنه غندلې ده. اسرائیل د ملګرو ملتونو د دغې کمیټې څرګندونې وغندلې او هغه یې د «اسرائیل ضد جعل/توطیه» وګڼلې. د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې ملګري ملتونه د اسرائيل په اړه «د جانبداره راپورونو او د اسرائیل ضد جعل په اړه خپل ریکارډ» ماتوي.

دا لومړی ځل نه دی چې اسرائيل د غزې په جګړې کې په «نسل وژنې» تورن کېږي. جنوبي افریقا د ترکیې، هسپانیا، مکسیکو او ځینو نورو هېوادونو په مرسته د عدالت په نړیوالې محکمې کې د اسرائیل په ضد د نسل وژنې قضیه ثبت کړې ده.

د کاتولیک مسیحیانو مشر همدغه راز له حماس سره د یرغمل شویو اسرائیلیانو د خوشې کېدو غوښتنې هم کړې دي.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه نېټه په اسرائیل برید وکړ، اسرائیلي مقامات وايي چې په برید کې ۱۲۰۶ تنه ووژل شول چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

د حماس جنګیالیو همدغه راز ۲۵۱ تنه نور یرغمل کړل. اسرائيل وايي ۹۷ تنه لا هم په غزې کې له حماس سره یرغمل دي، چې ۳۴ تنه یې مړه شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ پاپ د ۱۶ هغو کسانو سره ولیدل چې څو میاشتې په غزې کې له حماس سره یرغمل وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG