فلسطيني مقاماتو ویلي دي چې د حماس او فتح ډلو توافق کړی چې یوه داسې کمېټه به جوړوي، چې له جګړې وروسته غزه په ګډه اداره کړي.
د فرانس پرس خبري اژانس، چې د دغه توافق یوه کاپي یې ترلاسه کړې، د سه شنبې په ورځ ډسمبر درېیمه (لیندۍ۱۳) راپور ورکړ، چې په دغې کمېټې کې به د لسو او ۱۵ ترمنځ خپلواک او په تعلیمي، روغتیايي، بشري او د بیارغونې په چارو کې پرېکړه کوونکي کسان وي.
د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس باید دا طرحه تائیده کړي. د مصر له منځګړو سره تر خبرو وروسته حماس او فتح منلې ده، چې له مصر سره د رفح سرحد به په ګډه اداره کوي. رفع له اسرائیل سره د غزې یوازینی سرحد دی.
مذاکره کوونکو، چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، ویلي دي چې د فتح د مذاکره کوونکو ډلې مشرعزام الاحمد به رام الله ته ځي چې په دې اړه د محمود عباس تائيدي ترلاسه کړي. د فلسطین د ازادۍ غورځنګ، چې فتح یې هم برخه ده، د اجرايي کمېټې غړي واصل ابو یوسف ویلي دي چې د دغه سازمان غړي به غونډه کوي چې دا کمېته ومني که نه.
په دغو مذاکراتو کې د حماس د سیاسي دفتر غړي خلیل الحیه برخه لرله.
په همدې حال کې د فتح د ګوند درېیم کس جبریل رجوب شک ښودلی دی، چې دا کمېټه به جوړه شي. نوموړي دا کمېته د «وېش» سرچېنه بللې ده. هغه په رام الله خبریالانو ته وویل: «دا کمېټه څه ده؟ حتا په دغې موضوع باندې بحث کول هم غلط دي.»
دا تړون داسې مهال کېږي چې د متحدو ایالتونو، قطر، مصر او ترکیې منځګړو د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند لپاره بیا خپلې هڅې پیل کړې دي.
رجوب وویل د داسې معاملې ننګه نه کوي چې په لویدیځه غاړه او غزې کې سیاسي نظام سره ووېشي. هغه وویل: «موږ یو حکومت، یو امنیتي بنسټ او یو سیاست غواړو. له دغه چوکاټ څخه د باندې هر بحث او هره هڅه تېروتنه ده.»
حماس له ۲۰۰۷ کال راهېسې غزه کنترولوي خو نړیواله ټولنه فتح د فلسطیني ځمکو د خپلواکې ادارې په توګه پېژني.
رجوب وویل: «موږ به هغه برخه ونه منو چې د بیلتون لامل کېږي او یا د نتنیاهو (اسرائیل صدراعظم) د غوښتنو سره برابره وي.»
حماس تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل، اسرائیلي مقامات وايي په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۶ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل ونیول شول.
له دغو بریدونو وروسته اسرائیل وویل چې حماس به نابود کړي. اسرائیل د دغو بریدونو د غچ اخیستو لپاره په غزې هوايي او ځمکني بریدونه پيل کړل، په غزې کې د حماس تر واک لاندې د عامې روغتیا مسئولین وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۴۴۰۰۰ کسان وژل شوي، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.
ملګري ملتونه وايي دا شمېرې دقېقې دي، اسرائیل د کوم ثبوت له ښودلو پرته ویلي دي، چې د غزې په عملیاتو کې یې ۱۷۰۰۰ اورپکي وژلي دي.
فورم \ دبحث خونه