د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې د دفاع مدني‌ سازمان: د اسرائيل په برید کې درې مرستندویه کارکوونکي وژل شوي


په غزه کې د نړیوال مرکزي پخلنځي د کارکوونکو ویجاړ شوی موټر
په غزه کې د نړیوال مرکزي پخلنځي د کارکوونکو ویجاړ شوی موټر

د غزې د دفاع مدني سازمان وايي‌ چې د شنبې په ورځ‌ نومبر ۳۰ (لیندۍ ۱۰) د حماس تر ولکې لاندې سیمه کې د اسرائیل په هوايي برید کې درې مرستندویه کارکوونکي وژل شوي، خو د اسرائيل پوځ ویلي چې په برید کې یو "ترهګر" وژلی دی.

دغه سازمان ویلي چې وژل شوي کسان د (World Central Kitchen) یا نړیوال مرکزي پخلنځي په نامه موسسې فلسطیني مرستندویه کارکوونکي و. د فرانس پریس اژانس راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو مرستندویې ډلې په دې اړه د دوی پوښتنو ته تر اوسه ځواب نه دی ویلی.

د اسرائيل پوځ د دې هېواد په جنوب کې د تېر عیسوي کال د اکتوبر په اومه د حماس برید ته په اشارې ویلي چې دوی "هغه ترهګر او یو موټر په نښه کړی دی چې د اکتوبر د اومې په وژونکي قتل عام کې یې لاس درلود."

د اسرائیل پوځ په یو بیان کې ویلي د دې ادعا په اړه چې وژل شوی ترهګر په ورته وخت کې مرستندویه کارکوونکی و څیړنه کوي.

د غزې د دفاع مدني سازمان ویاند محمود بصال ویلي چې د نړیوال مرکزي پخلنځي د درېیو کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه د پنځو کسانو جسدونه روغتون ته انتقال شوي دي.

د بصال په وینا د دې خیریه بنسټ درې کارکوونکي په خان یونس کې د جیپ موټر د چلولو پر مهال وژل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې یاد موټر په ښکاره ډول د نړیوال مرکزي پخلنځي په لوګو باندې په نښه شوی و.

خو د اسرائيل پوځ ویلي چې پر موټر باندې هېڅ ډول لوګو لګول شوې نه وه او دغه راز په دې لاره د مرستې د انتقال په اړه یې له هغوی سره همغږي کړې نه وه.

له دې وړاندې هم د روان عیسوي کال په اپریل میاشت کې د نړیوال مرکزي پخلنځي اوه کارکوونکي چې په کې د بریتانیې،‌ امریکا او استرالیا وګړي هم شامل و د اسرائيل په برید کې ووژل شول.

اسرائيل له دغه برید وروسته وویل چې د "حماس ډلې وسله‌وال" یې په نښه کړي دي خو پوځ یې په برید کې یو لړ "لویې تېروتنې" ومنلې.

د تېر عیسوي کال د اکتوبر په اومه د اسرائيل په جنوب باندې د حماس په برید کې ۱۲۰۶ کسان ووژل شول او د دغې ډلې وسله‌والو۲۵۱ کسان یرغمل کړل.

له دې ډلې څخه ۹۷ کسان لا هم په غزه کې د حماس لخوا یرغمل دي او د ۳۴ کسانو وژل تائيد شوی دی.

د حماس له دغه برید وروسته اسرائيل پر غزې باندې د غچ اخیستلو بریدونه پیل کړل. د حماس تر کنترول لاندې په غزه کې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې ملګري ملتونه یې د باور وړ ګڼي د اسرائيل په بریدونو کې تر اوسه ۴۴۳۸۲ کسان وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG