د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د سه شنبې په ورځ، نومبر ۲۶(لېندۍ ۶مه) وویل، چې د کنټرول څخه وتلې ټولنیزې رسنۍ او مصنوعي ځیرکتیا نه یوازې د بشریت تر ټولو بدو انګېزو ته لمن وهلې، بلکې د کرکې خپرولو او تاوتریخوالي پارولو ته یې هم لاره هواره کړې ده.
ګوتېرش په پرتګال کې د "ملګرو ملتونو د تمدنونو اتحاد" په غونډه کې، چې د غړو هېوادونو د جګپوړو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، وویل: "موږ باید د انټرنټ له لارې د کرکجنو څرګندونو او ناسم معلوماتو د خپرېدو مخه ونیسو."
هغه وویل چې د کنټرول څخه وتلې ټولنیزې رسنۍ او مصنوعي ځیرکتیا، کرکجنې څرګندونې په چټکۍ سره تقویه کړې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل: "د کنټرول څخه وتلې ټولنیزې رسنۍ د بشریت تر ټولو بدو انګېزو ته لمن وهي او همدارنګه، ډېر وختونه د تاوتریخوالي د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلی دی."
ګوتېرش وویل، چې په انټرنټ کې د غیر واقعي معلوماتو خپرېدل داسې وضعیت رامنځته کړی، چې غیرموثقه او ناسم معلومات په چټکۍ سره د باور وړ معلوماتو بڼه خپله کړي.
نوموړي وویل: "د ناسمو معلوماتو او ښکاره درواغو خپرېدل، د یهودانو ضد کرکې، د مسلمانانو پر وړاندې تعصب او د مسیحي لږکیو او نورو اقلیتونو پر ټولنو د بریدونو د زیاتېدو ته لمن وهي. "
ګوتېرش د خپلو خبرو په یوه برخه کې، یو ځل بیا په غزه، لبنان، اوکراین او سودان کې د سولې د ټینګېدو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو "د تمدنونو اتحاد" د کلتوري تنوع، مذهبي زغم او د یو بل د درناوي د ترویج لپاره کار کوي.
د دې ادارې سږنۍ غونډه، چې د نومبر له ۲۵مې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې دوام لري، د غړو هېوادونو د ولسمشرانو، وزیرانو او د نړیوالو سازمانونو د مشرانو په ګډون جوړه شوې ده.
فورم \ دبحث خونه