د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا ګټې او زیانونه ارزوي


د مصنوعي ځیرکتیا څخه لا له وړاندې د تشخیص او پاملرنې په څانګه کې، د بیلګې په توګه د راډیولوژي په برخه کې کار اخیستل کیږي.
د مصنوعي ځیرکتیا څخه لا له وړاندې د تشخیص او پاملرنې په څانګه کې، د بیلګې په توګه د راډیولوژي په برخه کې کار اخیستل کیږي.

د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د نویو درملو د انکشاف او د ناروغیو د تشخیص ګړندي میتودونه ښايي د روغتیايي پاملرنې په برخه کې اسانتیاوې او بدلونونه رامنځته کړي، خو بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان (‌ډبلیو ایچ او) ویلي چې د روغتیا برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا کارولو ته باید ډیره پاملرنه وشي او له دې څخه رامنځته شوي خطرونه باید په سمه توګه وارزول شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ، جنورۍ ۱۸( مرغومی ۲۸مه) وویل، چې د مصنوعي ځیرکتیا لوی او څو اړخیز ماډلونه چې په طبي ډګر کې یوه نوې پدیده ده او په چټکۍ سره د روغتیا سکټور ته داخله شوې ده، د کارولو د احتمالي خطرونو او ګټو ارزونه کوي.

لوی او څو اړخیزه ماډلونه د مصنوعي ځیرکتیا هغه تولیدي بڼه ده، چې د متن ، عکس او ویډیو په ګډون د بیلابیلو معلوماتو څخه په ګټې اخیستلو سره هغه نتیجې تولیدوي، چې یوازې مصنوعي ځیرکتیا ته د ورکړل شوي معلوماتو پورې محدود نه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي: "تمه کیږي چې لوی او څو اړخیزو ماډلونو څخه د روغتیا پاملرنې، ساینسي څیړنو، عامې روغتیا او د درملو د پراختیا په برخه کې ډیره ګټه واخیستل شي."

خو د ملګرو ملتونو دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې داسې خطرونه مستند شوي چې لوی او څو اړخیزه ماډلونه کولی شي ناسمې، یواړخیزې یا نیمګړې پایلې تولید کړي. له همدې امله د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د دې ټکنالوژۍ په کارولو سره ناسمې، ناوړه ګټه اخیستنه او د زیانونو څخه مخنیوی به ښایې ناشونې وي.

د پنجشنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان د طبابت په ډګر کې د مصنوعي ځیرکتیا د لوی او څو اړخیزو ماډلونو کارولو په اړه یو لړ سپارښتنې وکړې، ترڅو حکومتونه، د ټکنالوژۍ شرکتونه او طبي کارکوونکي وکولی شي په خوندي ډول دا ټکنالوژي وکاروي.

د نړیوال روغتیا سازمان د علمي څانګې مدیر جرمي فارر وویل: "د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژي د روغتیا پاملرنې د بهبود توان لري، خو یوازې هغه وخت چې د دې ټکنالوژۍ تنظیمونکي او کاروونکي د دې سره تړلي خطرونه وپیژني او په بشپړه توګه ورته رسیدګي وکړي."

هغه زیاته کړه: "موږ د مصنوعي‌ ځیرکتیا د لوی او څو اړخیزو ماډلونو د ډیزاین، پراختیا او کارولو د مدیریت لپاره روښانه تګلارو او معلوماتو ته اړتیا لرو."

د مصنوعي ځیرکتیا څخه لا دمخه د تشخیص او پاملرنې په څانګه کې، د بیلګې په توګه په راډیولوژي او طبي تصویرونو د اخیستلو په برخه کې کار اخیستل کیږي. خو د روغتیا نړیوال سازمان بیا ټینګار کوي، چې دا ټکنالوژي هغه خطرونه هم له ځانه سره لري چې د روغتیایې ساتنې سیسټمونه یې تر اوسه پورې په بشپړه توګه نه شي سمبالولی.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي، چې د مصنوعي ځیرکتیا د څو اړخیزو ماډلونو لارښود باید نه یوازې د ساینس پوهانو او انجینرانو لخوا، بلکې د طبي متخصصینو او ناروغانو سره په همغږۍ کې چمتو شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG