د روسیې رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد یوې محکمې د سه شنبې په ورځ، ډسمبر ۲۴ (مرغومي څلورمه)، یو امریکایي وګړی د "جاسوسۍ" په تور په ۱۵ کاله بند محکوم کړ.
روسیې په وروستیو کلونو کې یو شمېر امریکایان او دوه ګونی تابعیت لرونکي وګړي نیولي او زنداني کړي دي. یو شمیر دغه کسان د بندیانو په تبادله کې خوشي شوي دي.
د وال سټریټ ژورنال امریکايي رسنۍ خبریال ایوان ګرشکویچ د جولای په میاشت کې د جاسوسۍ په تور محکوم شوی و او د اګست په میاشت کې خوشې شو.
د روسیې د ریانووستي دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د مسکو ښار محکمې د جین سپیکټر په نوم سړي ته "د ۱۵ کلونو بند سزا واوروله." راپور ویلي چې نوموړي ته دا سزا پر هغه باندې د رشوت د لګول شویو تورونو په نظر کې نیولو سره ټاکل شوې ده.
دغه اژانس د سپیکټر تصویر هم خپور کړی چې محکمې ته حاضر کړل شوی دی. پر نوموړي د لګېدلو تورونو جزئیات نه دي خپاره شوي.
خبري اژانسونو راپور ورکړی چې د قضیې د پټ ماهیت له امله، د سزا اورولو پرته د دې محاکمې ټول بهیر د تړلو دروازو تر شا ترسره شوی دی.
د راپور له مخې سپیکټر په ۱۹۷۲ کال کې په لیننګراد کې زېږېدلی او روسي نوم یې یوجیني میرونوویچ دی. هغه اوس د امریکا تابعیت لري او له خپلې کورنۍ سره د روسیې په شمال لویدیځ کې د سنټ پیټرزبورګ په ښار کې ژوند کوي.
دغه امریکايي تبعه په ۲۰۲۰ کې د رشوت د یوې قضیې په تړاو په څلور کاله بند محکوم شوی و.
د تاس دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، سپیکټر په روسیه کې زیږیدلی او لوی شوی او متحده ایالاتو ته له تللو وروسته یې د هغه هېواد تابعیت ترلاسه کړی دی.
هغه په روسیه کې د میډپولیمرپروم په نوم د یو شرکت عمومي رئیس و.
فورم \ دبحث خونه