د روسيې خبري آژانسونو د شنبې په ورځ، اکتوبر پنځمه (تلې ۱۴مه) خبر ورکړ چې روسي څارنوالانو په اوکراين کې د روسیې پر وړاندې د جګړې په تور د يو امريکايي وګړي د محاکمې په ترڅ کې د هغه لپاره د اوو کلونو بند غوښتنه کړې ده.
د روسیې د انترفاکس خبري آژانس د خبر له مخې، روسي څارنوالانو له محکمې غوښتي چې د ۷۲ کلن سټيفن هابارد، عمر ته په کتو او دا چې نوموړي خپل جرم منلی دی، د هغه په سزا کې تخفیف په پام کې ونیسي. روسي څارنوالانو همدارنګه له محکمې غوښتي چې سټیفن هابارد دې خپل د بند موده په یو لوړ امنیت لرونکي زندان کې تیر کړي.
په روسیې کې د اجیر (مزدور) په توګه په جګړه کې برخه اخیستل جرم ګڼل کېږي او له ۷ څخه تر ۱۵ کلونو پورې د بند سزا لري.
څارنوالانو سټيفن په دې تورن کړی چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ میاشتې وروسته، کله چې روسیې اوکراین ته خپل ځواکونه واستول، نوموړي د اوکراین له پوځ سره يو تړون لاسليک کړ، چې له مخې یې نوموړی لږ تر لږه زره امریکايي ډالره ترلاسه کول.
د راپورونو له مخې، سټيفن پوځي زده کړې ترلاسه کړي، ورته وسله ورکړل شوې وه او د ۲۰۲۲ کال تر اپریل میاشتې پورې يې د اوکراين د پوځ په ليکو کې د اجیر سرتېري په توګه ترهغه چې د روسي ځواکونو لخوا ونیول شو، جګړه کوله.
ددې خبر په اړه په مسکو کې د امريکا سفارت د اسوشېټېد پرس خبري آژانس ته ويلي: "موږ د يو امريکايي تبعه د نيول کېدو له راپورونو خبر يو." اسوشېټید پرس همداراز لیکلي، چې یاد سفارت د شخصي حریم د محدودیتونو له امله نور جزیات ورنکړل.
د روسیې په قضايي سیستم کې له ۹۹ سلنې زیات تورن کسان مجرم پېژندل کېږي او که څارنوالان د محکمې له حکم څخه ناراضه وي، نو کولای شي د پرېکړې په اړه د بیاکتنې غوښتنه وکړي.
په وروستیو کلونو کې په روسیه کې د امریکایي وګړو د نیولو پېښې زیاتې شوې دي، چې دا اندېښنې یې راپورته کړي چې روسیه ښايي امریکایان د خپلو هغو اتباعو د خوشې کولو لپاره هدف وګرځوي چې په امریکا او اروپا کې په بېلابېلو جرمونو تورن او بندیان دي.
دا پداسې حال کې دی چې متحدو ایالتونو د روان کال د اګست په لومړۍ نېټه (زمري ۱۱مه) د روسیې سره د بندیانو تاريخي تبادله تایید کړه، چې ددغه تبادلې په ترڅ کې د وال سټریټ ژورنال امریکايي خبریال ایوان ګریشکویچ، د ازادۍ راډیو خبریاله کورماشیوا ، د متحده ایالاتو د ځانګړو سمندري ځواکونو پخوانی سرتیری پاول ویلان او ولادیمیر کارا مرزا چې د متحده ایالاتو دایمي استوګن دی، د روسیې له زندان څخه خوشې شول.
په دې تبادله کې، متحدوایالتونو هم د ۱۶ کسانو خوشې کېدل تضمین کړل، چې په کې پنځه د جرمني او اووه روسي اتباع شامل وو او په بدل کې یې په واشنګټڼ، جرمني، پولنډ، ناروې او سلوانیا کې بندي ۸ کسان روسیې ته وسپارل شول.
دا له سړې جګړې وروسته د امریکا او روسیې تر منځ د بندیانو تر ټولو لویه تبادله بلل کېږي.
په خوشې شویو امریکایانو کې پاول ویلان د بند ترټولو زیاته موده تېره کړې ده. هغه په ۲۰۱۸ کال کې په مسکو کې نیول شوی و او په ۲۰۲۰ کال کې د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله بند محکوم شو. ویلان او د امریکا حکومت پر هغه باندې د جاسوسۍ تور رد کړی دی.
د وال سټریټ ژورنال خبریال ګرشکویچ او د ازادۍ راډیو خبریاله کورماشیوا په ۲۰۲۳ کې نیول شوي وو او دواړه د جولای په ۱۹مه په جلا جلا توګه د تړلو دروازو تر شا محاکمو کې محکوم شوي وو. دا محاکمې په نړیواله کچه غندل شوې او "د شرم وړ" ګڼل شوې وې.
د واشنګټن پوسټ لیکوال کارا مرزا چې په ۲۰۲۲ کې نیول شوی و، د بندیانو په دغه تبادله کې خوشې شو. دغه سیاستوال او تاریخ لیکونکي په زندان کې د خپلو لیکنو له کبله د پولیټزر جایزه ګټلې ده.
د ازادۍ راډیو د تاتار-بشکر څانګې کارکوونکې السو کرماشیوا چې د امریکا او روسیې دوه ګونی تابعیت لري، د ۲۰۲۳ په می کې روسیې ته د خپلې ناروغې مور د پوښتنې لپاره تللې وه او د هغه کال په جون کې د ستنېدو پر وخت یې چارواکو پاسپورت ضبط کړ او د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې ونیول شوه.
همدارنګه په ۲۰۲۲ کې هم د بندیانو د تبادلې د یوې معاملې په ترڅ کې، د باسکټبال امریکایي لوبغاړې بریټني ګرینر د روسیې د وسلو پلورونکي ویکتور بوت په بدل کې خوشې شوه. بوت په متحده ایالاتو کې په ۲۵ کلن بند محکوم شوی و.
فورم \ دبحث خونه