د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن د پناه غوښتونکو لپاره شرایط سختوي


د سویډن حکومت سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۷ (لیندۍ۲۷) د کډوالو په اړه یوه سخته طرحه اعلان کړه، چې په اساس یې د هغو پناه غوښتونکو چې د پناه غوښتنه یې رد شوې او تر څو پورې چې له سویډن څخه وتلي نه وي، بیا نه شي کولای د پناه غوښتنه وکړي.

د سویډن د مهاجرت وزیر یوهان فورسیل یو خبري کنفرانس ته وویل چې د پناه غوښتنې په هرو لسو قضیو کې یې اوه رد شوي دي.

نوموړي وویل رد شوي پناه غوښتونکي باید «له سویډن څخه ووځي» او د دویم ځل پناه غوښتنې لپاره بیا راشي، خو وايي چې «پام وړ شمېر پناه غوښتونکو» دا کار نه دی کړی.

د اوسني قانون له مخې هغه کسان چې د پناه غوښتنه یې رد شوې او د شړل کېدو حکم یې شوی، دا حکم څلور کاله د اجرا وړ وي او له هغه وروسته ختمېږي.

فورسیل وویل ځينې رد شوي پناه غوښتونکي له سویډن څخه وتلي نه دي، د څلورو کالونو لپاره یې ځان د حکومت له سترګو پناه کړی او بیا راځي د پناه غوښتنه کوي. د سویډن حکومت وايي، چې د پناه غوښتنې ۲۵ فیصده قضیې د هغو کسانو دي، چې دا حد یې پوره کړی او دا کار یې کړی دی.

د حکومت د نوي طرحې په اساس، که د یو کس د پناه غوښتنه رشي او «له سویډن څخه ووځي»، کولای شي چې پنځه کاله وروسته بیا سویډن کې پناه وغواړي، خو په دې پنځو کالونو کې به سویډن ته د داخلېدو اجازه نه لري.

حکومت وايي د هغو خلکو څخه به دا فرصت هم واخیستل شي، چې د پناه غوښتنه یې رد شوې، په سویډن کې اوسي او د خپل کار په اساس د اوسېدو د جواز غواړي.

پارلمان باید دا نوې لایحه تائید کړي، خو حکومت وايي چې به د بل کال په اپریل کې به لازم الاجرا وي. سویډن له ۱۹۹۰ کال راهېسې ډېر کډوال منلي، چې اکثریت یې د افغانستان، ایران،‌ عراق، سومالیا، سوریې او یوګوسلاویا دي.

خو په ۲۰۱۵ کال کې دغه هېواد ته د ډېرو کډوالو له ورتګ وروسته، چې اکثریت یې د سوریې وو، سویډن د پناه غوښتنې شرایط سخت کړل.

د سویډن مرکزي ښي اړخ حکومت- یو اقلیت ایتلاف چې د سویډن د مهاجرت ضد دیموکراتان یې ملا تړي- په۲۰۲۲ کې واک ته ورسېده او ژمنه یې وکړه چې د کډوالو په اړه به جدي اقدامات کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG