د متحده ایالاتو د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې د یکشنبې په ورځ جنوري ۱۲ (مرغومي ۲۳) د ځنګلي اور د وژنې هڅې روانې وې او د تیزو بادونو له کبله اور ځینو نورو خوندي سیمو ته هم خپور شوی.
د فرانس پرس د راپور په اساس په دې اور لګېدنه کې چې ښار ته غځېدلې او ټولنې یې په کنډوالو بدلې کړې دي تر اوسه لږ تر لږه د ۱۶ کسانو مړینه تائيد شوې ده.
که څه هم د هوایی عملې د کره عملیاتو په ګډون د اور وژنې هڅې په چټکۍ دوام لري خو د پالیسدز اور مخ په پراخېدو دی او په ختیځ کې د ګیتي سنټر د قیمتي هنري موزیم او په شمال کې د ګڼ میشتې درې سان فرناندو لوري ته یې مخه کړې.
اور لګېدنې په ځینو سیمو کې کورونه په ایرو بدل کړي دي او د موټرو په ګډون یې فلزي وسایل ویلي کړي دي.
په سیمه کې د تیزو بادونو له امله اټکل شوی و چې په راتلونکو ورځو کې به لګېدلی اور نورو سیمو ته هم وغځېږي.
د متحده ایالاتو د هوا پېژندنې ملي ادارې وویل: "له بده مرغه د کالیفورنیا په جنوبي برخه کې به نن بیا د اور لګېدو او د هوا د خرابوالي له امله وضعیت لا زیات جدي شي او لږ تر لږه د راتلونکې اونۍ تر لومړیو پورې به دوام وکړي."
دغې ادارې زیاته کړه چې ښايي د تیزو بادونو له امله اور لاپسې خپور شي او خوندي سیمې لاندې کړي.
د هوا پیژندنې د ملي ادارې د معلوماتو په اساس د پلسیدز ساحلي ښار څخه پیل شوي اور تر اوسه ۲۳زره او ۶۰۰ جریبه ځمکه لاندې کړې ده او په ایتون ښار کې اور بیا په ۱۴۰۰۰ جریبه ځمکې کې خپور شوی. دا پېښه د لاس انجلس په تاریخ کې تر ټولو بده اور لګېدنه بلل شوې ده.
رسمي شمېرې ښيي چې تر اوسه له ۱۲۰۰۰ څخه زیاتې ودانۍ په بشپړه توګه سوځېدلې دي او زرګونه کورنۍ یې د کرایي کورونو د موندلو له ستونزې سره مخامخ کړي دي.
په دې اور لګېدنه کې تر اوسه د شاوخوا ۱۵۰ میلیارد ډالره زیان اوښتلو اټکل شوی دی.
په عین حال کې د اورلګېدنې په سیمو کې د کورونو او پلورنځایونو د لوټ کېدو په اړه راپورونو، چارواکي د شپې لخوا پر ګرځېدو بندیز لګولو ته اړ کړي او پولیسو او ملي ګارډ په سیمه کې پوستې جوړې کړې چې د عادي وګړو د تګ راتګ مخه ونیسي.
د تلاشۍ دغو پوستو د سیمې اصلي اوسېدونکي چې غواړي د خپلو کورونو لیدلو ته لاړ شي له ستونزو سره مخامخ کړي او باید په ساعتونو په کتار کې ودرېږي ترڅو ورته د تګ اجازه ورکړل شي.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د دې وضعیت د ناسم مدیریت په اړه شکایتونه کړي دي او کالیفورنیا والي ګفین نیوسم په دې تړاو د پراخو تحقیقاتو د ترسره کولو امر کړی دی.
د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کالیفورنیا ایالت چارواکي په سمه توګه د خپلو دندو په ترسره کولو او د اور په مهارولو کې په "بې کفایتۍ" تورن کړي دي.
ټرمپ د Truth په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "اور لګېدنه لا هم په لاس انجلس کې دوام لري، بې کفایته سیاستوال په دې نه پوهېږي چې څه ډول یې مخه ونیسي...دا زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو بد ناورین دی."
تر اوسه د دې اور لګېدنې اصلي لامل نه دی معلوم شوی او د فدرال د تحقیقاتو ادارې چارواکي او نور بنسټونه په دې اړه څیړنې کوي تر څو د پېښې اصلي لامل پیدا کړي.
فورم \ دبحث خونه