د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د هوایي دفاع تازه نظامي تمرینات کړي


د ایران د پوځ لوی درستیز، تورنجنرال حسین سلامي او د هوایي ځواکونو مشر ، امیر علي حاجیزاده د "توغندیو ښار" په نامه د ځمکې لاندې جوړه شوې د توغندیو ډیپو معاینه کوي.
د ایران د پوځ لوی درستیز، تورنجنرال حسین سلامي او د هوایي ځواکونو مشر ، امیر علي حاجیزاده د "توغندیو ښار" په نامه د ځمکې لاندې جوړه شوې د توغندیو ډیپو معاینه کوي.

ایران پداسې حال کې د هوایي دفاع نظامي تمرینات کړي چې د دې هیواد چارواکي ویره لري په متحده ایالاتو کې د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په راتګ سره به واشنګټن په سیمې کې د ایران تر ټولو سرسخت سیال، اسرائیل ته لا ډیر قوت ورکړي.

د ایران په دولتي تلویزیون کې شنبه جنوري ۱۱ ( مرغومي ۲۲) ویل شوي چې پدې نظامي تمریناتو کې به د جګړې په واقعي ډګر کې د هوایي، توغندیو او الکترونیکي جنګي وسایلو پر ضد د مقابلې کولو لپاره تمرینات وشي تر څو د ایران وسله وال ځواکونه وکړی شي د خپل هیواد هوایي حریم ، حساسې او مهمې سیمې وژغوري.

د ایران پوځ ویلي چې پدې نظامي تمریناتو کې د نویو بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او توغندیو څخه کار اخلي او هم یې د ځمکې لاندې جوړ شوې د "توغندیو ښار" په نامه فابریکې ویډیوګانې خپرې کړلې چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو لوی درستیز، تورنجنرال حسین سلامي پکې ګرځي.

سره لدې چې په لبنان کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د حزب الله پر ضد روانې جګړې او په سوریې کې د بشارالاسد حکومت ړنګیدو له کبله په سیمې کې ایران سخت ګوزار خوړلی خو د ایران دې تر ټولو نظامي جنرال خبرداری ورکړ چې د ایران "دښمنان دې بې ځایه خوښي نکوي" او زیاته یې کړه چې ایران او ددې هیواد توغندي تر بل هر وخت ډیر قوي شوي.

ایران د هوایي دفاع دا نظامي تمرینات داسې مهال کړي چې ټاکل شوې د همدې روانې جنوري میاشتې په ۲۰ مې د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د جمهور رئیس په توګه سپینې ماڼۍ ته ستون شي.

ښاغلي ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې پخپلې لومړۍ دورې کې د ایران سره د شوې نړیوالې اتومې موافقې څخه خپل هیواد په یو اړخیزه توګه وویست او په ایران ې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

ایراني چارواکي ویره لري چې ډونالډ ټرمپ ښایي د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته لا ډیر قوت ورکړي او د ایران په اتومي تاسیساتو بریدونه وکړي او د "اعظمي فشار" پالیسۍ له مخې د ایران د تیلو په صادراتو بندیزونه پراخه کاندي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG