د لاس رسي وړ اتصالات

'طالبانو په اسلام‌اباد کې د نجونو د زده‌ کړو په اړه غونډه کې له ګډون کولو څخه ډډه کړې'


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استارې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا په اسلامي‌ ټولنو کې د نجونو د زده کړو په اړه د اسلام آباد په نړیواله غونډه کې د وینا پر مهال
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استارې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا په اسلامي‌ ټولنو کې د نجونو د زده کړو په اړه د اسلام آباد په نړیواله غونډه کې د وینا پر مهال

پاکستاني چارواکي وايي چې د افغانستان طالبانو ته په اسلامي‌ ټولنو کې د نجونو د زده کړو په اړه په نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې خو دوی په کې ګډون نه دی کړی.

په اسلامي هېوادونو او ټولنو کې د نجونو د زده کړو په وړاندې ننګونو او فرصتونو په اړه د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) د غړو هېوادونو په ګډون دوه ورځېنۍ غونډه د شنبې په ورځ، جنورۍ ۱۱(مرغومي ۲۲) د پاکستان د حکومت په کوربتوب په اسلام‌اباد کې پیل شوه.

د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي تېره ورځ رسنیو ته وویل چې په دې غونډې کې یې د ګډون لپاره په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته هم بلنه ورکړې او هیله یې وښوده چې "د طالبانو استازی په دې غونډه کې ګډون وکړي".

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې افغان طالبانو په دې غونډه کې له ګډون کولو څخه ډډه کړې او اسلام‌اباد ته یې خپل پلاوی نه دی استولی. طالبانو سمدستي په دې اړه خپل رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

په اسلامي هېوادونو او ټولنو کې د نجونو د زده کړو په اړه په دې غونډه کې د څه باندې ۴۵ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی او موخه یې د نجونو د زده‌کړو په وړاندې د پرتو خنډونو لرې کول بلل شوې ده.

افغانستان د اسلامي همکاریو د سازمان یواځینی غړی هېواد دی چې په کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګول شوی دی او دغه راز افغان نجونې او ښځې د لوړو زده کړو په ګډون په زیات شمېر نورو برخو کې هم د طالبانو د حکومت له کلکو محدودیتونو سره مخامخ دي.

د نجونو د زده کړو مدافع او د سولې نوبل جایزې ګټونکې، ملاله یوسفزۍ چې د نجونو د زده کړې په اړه په دې نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره اسلام‌ اباد ته تللې ټینګار کړی چې په دې غونډه کې به د افغان نجونو د زده‌ کړې حقونو په تړاو خبرې وکړي.

یوسفزۍ پاکستان ته له تګ وړاندې د ایکس په ټولنیزې شبکې لیکلي و: " زه به ښوونځي ته د تللو په برخه کې د ټولو نجونو د حقونو پر خوندیتوب وغږېږم او مشران باید د افغان نجونو او ښځو پر ضد جنایت کولو له کبله طالبان مسؤل وګڼي".

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له بیا راتګ وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ او څه باندې یو کال وروسته یې تر "امر ثاني" پورې پوهنتونونو ته له تلو منع کړې.

طالبانو په پیل کې دغه محدودیتونه موقتي بلل، خو درې کاله وروسته، نه یوازې دا بندیزونه پر خپل حال پاتې دي، بلکې نور هم پراخ شوي دي.

څه باندې يوه مياشت وړاندې، په افغانستان کې د طالبانو حکومت په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو د قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ او لابراتوار په برخو کې پر زده کړو هم بنديز ولګاوه، چې دغه اقدام په هيواد کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارول.

ملګرو ملتونو تر دغه بنديز وروسته خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د نجونو پر طبي زده کړو باندې د طالبانو بندیز به په دغه هيواد کې موجود "خراب بشري‌ کړکېچ لا خراب کړي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG