د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینکسي د شنبې په ورځ، جنوري ۱۱ (مرغومي ۲۲) وویل ځواکونو یې د روسیې په کرسک سیمه کې د شمالي کوریا دوه سرتېري ژوندي نیولي دي.
رویټرز د راپور له مخې دا لومړی ځل دی چې له تېر مني راهیسې په جګړه کې د شمالي کوریا د سرتېرو له شاملېدو وروسته، اوکراین د دې هېواد د دوو عسکرو د ژوندي نیول کېدو خبر ورکوي.
د کیف او د هغه د لویدیځو متحدینو د معلوماتو په اساس د شمالي کوریا سرتیري چې شمېر یې ۱۰ زره او یا له دې زیات اټکل شوی دی د روسیې په ملګرتیا د اوکراین په جګړه کې ښکیل شوي دي.
زیلینسکي په ټولنیزې شبکې ایکس کې لیکلي چې د شمالي کوریا دوه نیول شوي سرتیري کیف ته انتقال شوي دي او د اوکراین د کورني اطلاعاتو سازمان ورسره په تماس کې دی.
زیلینسکي وویل: "د ټولو جنګي بندیانو په څير د شمالي کوریا دوه سرتېرو ته هم ضروري طبي مرستې برابرېږي."
هغه زیاته کړه چې خبریالانو ته به له دغو دوو سرتېرو سره د خبرو کولو اجازه ورکړل شي.
کیف وايی چې د شمالي کوریا ځواکونه د روسیې په کرسک سیمه کې د اوکراین په وړاندې جنګېږي. د اوکراین د چارواکو په وینا ځواکونو یې د تېر عیسوي کال په اګست میاشت کې پر کرسک برید وکړ او لا هم د دې سیمې څو سوه کیلومتره مربع خاوره تر خپل کنټرول لاندې لري.
د کیف او د هغه د لویدیځو متحدینو په وینا د شمالي کوریا ولسمشر پیونګ یانګ روسیې ته په پراخه کچه د توپ مرمۍ هم ورکوي.
اوکراین له دې وړاندې هم په جګړه کې د شمالي کوریا د سرتیرو د نیول کېدو خبر ورکړی وی خو په وینا یې نیول شوي سرتیري د ژورو ټپونو له امله مړه شوي و.
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه