د ایران د مجازي فضا عالي شورا سه شنبې دسمبر ۲۴ (مرغومي څلورمه) په وټساپ باندې په دغه هېواد کې له دوه کلن بندیز وروسته، د پیغامونو استولو ددغه مشهور اپلیکیشن بیرته پرانیستلو ته رایه ورکړه.
د ایرنا خبري اژانس وویل: "په وټساپ او ګوګل پلې باندې بندیز د مجازي فضا د عالي شورا د غړو په متفقه رایه لیرې شو."
د ایران ولسمشر د دې شورا مشري کوي او په غړو کې یې د پارلمان رئیس، د عدلیې وزیر او یو شمېر نور وزیران شامل دي.
د مخابراتو وزیر ستار هاشمي په ایکس شبکه کې لیکلي: "نن موږ د انټرنېټي محدودیتونو د لیرې کولو په لور لومړی ګام په اتفاق سره پورته کړ."
سمدستي څرګنده نه ده چې د وټساپ په اړه وروستۍ پریکړه به کله پلې کیږي.
دې پرېکړې په ایران کې بحثونه پارولي دي. په ټولنیزو رسنیو باندې د بندیزونو منتقدین استدلال کوي چې دا بندیزونه د ایران په زیان دي.
د ولسمشر سلاکار علي ربيعي د سه شنبې په ورځ په ایکس کې ولیکل: "بندیزونو د خلکو د قهر پارولو او د هغوی د ژوندانه د لګښتونو د لوړولو پرته بل څه ندي ترلاسه کړي."
د ولسمشر مرستیال محمد جواد ظریف وویل: "ولسمشر مسعود پژشکیان د بندیزونو په لیرې کولو باور لري او بندیزونه د خلکو او هیواد په ګټه نه بولي. ټول کارپوهان هم په دې باور دي چې دا مسله د هیواد د امنیت په ګټه نه ده."
خو ځینو ایراني مشرانو بیا په ټولنیزو رسنیو باندې د بندیزونو د لیرې کولو مخالفت څرګند کړی دی.
اصلاح غوښتونکې څراغ ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د پارلمان له ۲۹۰ وکیلانو څخه ۱۳۶ تنو د مجازي فضا عالي شورا ته په استول شوي لیک کې وروستۍ پرېکړه "د ایران دښمنانو ته ډالۍ" بللې ده.
دغو وکیلانو ویلي چې له بندیز سره مخامخ اپلیکیشنونو ته دې یوازې په هغه صورت کې د خلکو د لاسرسي اجازه ورکړل شي چې دغه آنلاین شبکې "د اسلامي ټولنې ارزښتونو ته ژمن وي او د ایران له قوانینو سره مطابقت ولري."
په ایران کې بند اپلیکیشنونه
ایراني چارواکو په تیرو وختونو کې له هغو بهرنیو شرکتونو څخه چې مشهور نړیوال اپلیکیشنونه چلوي، غوښتنه کړې چې په ایران کې خپلې استازولۍ معرفي کړي.
خو امریکايي شرکت میټا، چې د فیسبوک، انسټاګرام او وټساپ مالکیت لري، ویلي چې دا شرکت په ایران کې، چې د متحده ایالات تر بندیزونو لاندې دی، د دفترونو پرانیستلو اراده نه لري.
ایرانیان په وروستیو کلونو کې د انټرنیټ محدودیتونو څخه د تیریدو لپاره د مجازی خصوصي شبکو یا وي پي این له کارولو سره عادت شوي دي.
په ایران کې پر نورو مشهورو ټولنیزو شبکو، فیسبوک، ایکس او یوټیوب باندې له ۲۰۰۹ راهیسې بندیز لګېدلی او تراوسه بندې پاتې دي.
ټیلیګرام هم د ۲۰۱۸ په اپریل میاشت کې د محکمې په حکم وتړل شول.
په ایران کې د پولیسو په قید کې د کردۍ ایرانۍ مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې د ۲۰۲۲په سپتمبر کې د پراخو لاریونونو په پایله کې په دغه هېواد کې انسټاګرام او وټساپ هم د بندیزونو په لیست کې شامل شول.
فورم \ دبحث خونه