د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ په کچه د رسنیو آزادي محدوده شوې - راپور


د بې پولې خبریالانو د عملیاتو د څانګې مشرهربیکا وینسنټ په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د رسنیو د آزادۍ شاخص نقشه ښیي.
د بې پولې خبریالانو د عملیاتو د څانګې مشرهربیکا وینسنټ په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د رسنیو د آزادۍ شاخص نقشه ښیي.

د کرونا وبا له امله د لګېدلو بندیزونو له ختمېدو وروسته، د ډیرو خبریالانو بیرته پر کار کېدو او د نړۍ په بېلابیلو برخو کې د خونړیو بحرانونو پراخېدو، د ژورنالستانو دپاره ۲۰۲۲ خورا سخت کال ثابت کړی او د وژل شویو او زنداني شویو خبریالانو شمېر زیات شوی دی.

په مکسیکو کې تاوتریخوالي، د اوکراین جګړې، او د رسنیو په وړاندې ځپونکو قوانینو او تیریو دا کال د ژورنالستانو دپاره خورا سخت کال ثابت کړی دی.

په ایران کې د مظاهرو د پوښښ پر وخت د خبریالانو له زنداني کېدو نیولې د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کې د ناامنیو په اړه د راپور ورکولو پر مهال د خبریالانو تر وژل کېدو پورې، د ژورنالستانو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې او نیونې تر بل هر وخت زیاتې وې.

د رسنیو د څار ادارې وايي، په ۲۰۲۲ کال کې د مطبوعاتو آزادي کمه شوې ده.
د بې پولې خبریالانو د ټولنې مشر، کلیټن ویمرز وویل: "له بده مرغه، موږ په ټوله نړۍ کې د ژورنالستانو په زنداني کېدو، یرغمل کېدو او وژل کېدو کې تر ټولو چټک زیاتوالی ولید."

د دغې ټولنې د معلوماتو له مخې، سږ کال ۵۳۳ خبريالان نيول شوي او ۵۷ نور وژل شوي دي. په چین، میانمار او ایران کې تر ټولو زیات خبریالان زنداني شوي دي. پداسې حال کې چې مکسیکو، اوکراین او هایټي بیا د ژورنالستانو دپاره تر ټولو خونړي هېوادونه پېژندل شوي دي.

په اوکراین کې د روسیې جګړې هم زیاته اغېزه لرلې چې په ترڅ کې یې د مسکو ځپونکو قوانینو د خبري پوښښ مخه نیولې او مشهورې رسنۍ د خپلو فعالیتونو بندولو ته اړ ایستل شوي دي.

په اوکراین کې رسنۍ هڅه کوي خپل کارکوونکي خوندي او خلک له روانو چارو باخبره وساتي.

د خپلواک کیف ورځپاڼې چلوونکې اولګا روډینکو وايي: "د جګړې پوښښ هیڅکله اسانه نه وي. په ځانګړې توګه چې جګړه دې په خپل هېواد کې وي. داسې نه ده چې د جګړې له ځایه خبر ورکړې او بیرته خپل خوندي کور ته ولاړ شې. په اصل کې ته د خپل ځان او کورنۍ دپاره هیڅ خوندیتوب نلري."

خو د جګړې سیمې د رسنیو دپاره یوازینی خطر نه دی. په مکسیکو کې تاوتریخوالي او د خبریالانو هدفي وژنو دا کال په دغه هېواد کې تر ټولو مرګونی کال ثابت کړ. څارونکي وايي د تاوتریخوالي دې پیښو پر ژورنالستانو ژوره اغېزه کړې ده.

د "نولسمې مادې" د بشري حقونو ملاتړ سازمان کارکوونکې پاولا ساسیډو وايي: "هغه څه چې موږ یې ډیر اندیښمن کړي یو، د تاوتریخوالي خونړۍ پېښې دي. د هر خبریال د وژل کیدو اثر دوه چنده دی، ځکه چې څېړنه او خبري پوښښ یې هم ورسره غلی کیږي، وېره او سانسور ورسره پراخيږي."

د رسنیو په سانسورولو کې چین له نورو وړاندې دی او ددې کار اغېزه په هانګ کانګ کې تر بل هر ځای زیاته احساسیږي. شنونکي پدې باور دي چې د آپل ورځپاڼې د بنسټ ایښودونکي جیمي لای د لوړې کچې محاکمه نورو رسنیو ته د خبرداري په توګه کارول شوې ده.

په هانګ کانګ کې د بهرنيو خبریالانو د ټولنې غړی کیت ریچبرګ وايي: "او په دې توګه، نورو ته خبرداری دی چې د ملي امنیت په قضیو کې، هغه څه چې د جیمي لای په څیر له مشهور او شتمن کس سره وشول، د هر چا سره کیدای شي."

د افغانستان په څېر د نړۍ په نورو برخو کې هم زورواکو حکومتونو باوري خبري سرچینو ته د خلکو د لاسرسي د محدودولو هڅه کړې ده. طالبانو د امریکا غږ د راډیو پر خپرونو بندیز لګولی، خو ددې راډیو مسولینو خپلو اورېدونکو ته د پر وخت خبرونو رسولو ته ژمنتیا ښودلې ده.

د امریکا غږ پښتو څانګې مشره، ښایسته سعادت لامع وايي: "اورېدونکي پر موږ باور لري او غواړي چې موږ واوري. موږ به په هر ډول شرایطو کې خپل غږ د دوی تر غوږونو ور ورسوو."

XS
SM
MD
LG