د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې او یونان ترمنځ د کډوالو کښتۍ ډوبېدو له کبله اته تنه مړه شوي


د یونان ساحل ساتونکي وايي یوه تیزرفتاره کښتۍ هغه مهال ډوبه شوه چې چلوونکي یې له ساحل ساتونکو څخه د تیښتې پر مهال د کښتۍ "کنترول له لاسه ورکړ."
د یونان ساحل ساتونکي وايي یوه تیزرفتاره کښتۍ هغه مهال ډوبه شوه چې چلوونکي یې له ساحل ساتونکو څخه د تیښتې پر مهال د کښتۍ "کنترول له لاسه ورکړ."

د یونان ساحل ساتونکو جمعه دسمبر ۲۰ (لیندۍ ۳۰) وویل چې ددغه هېواد او ترکیې ترمنځ په سمندر کې د انسانانو د قاچاق کوونکو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله اته کسان مړه شوي دي.

د افغانستان او نورو او نورو اسیایي هېوادونو څخه کډوال له دغه لارې څخه اروپا ته د تللو هڅه کوي.

ساحل ساتونکو وویل چې دغه تیزرفتاره کښتۍ هغه مهال ډوبه شوه چې چلوونکي یې له ساحل ساتونکو څخه د تیښتې پر مهال د کښتۍ "کنترول له لاسه ورکړ."

په بیړۍ کې سفر کوونکي ۱۸ نور کسان ژغورل شوي دي. د ساحل ساتونکو بیړۍ او هلیکوپترې د پېښې په ځای کې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون کوي.

په روان کال کې یونان ته د کډوالو تګ ۲۵ سلنه زیات شوی دی. ددغه هېواد د کډوالو وزارت وايي چې د یونان او ترکیې ترمنځ له سمندر څخه د اوښتونکو کډوالو په شمېر کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په وروستیو څو اونیو کې د کډوالو د کښتیو د ډوبېدو د نورو پیښو خبر هم ورکړل شوی دی. د نومبر په پای کې د یونان لسبوس ساحل ته څېرمه د کډوالو د دوو کښتیو د ډوبېدو له کبله نهه تنه مړه شول چې شپږ یې ماشومان او دوې ښځې وې.

ددې اونۍ په پیل کې د یونان کرت ټاپو ته څېرمه د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پایله کې پنځه تنه مړه شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG