د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان او څو نورو هېوادونو څخه اروپا ته د انسانانو د قاچاق په تور یوه ډله نیول شوې


ایټالیا کې په نیول شویو کسانو باندې د جرمي شبکو سره د تړاو او له غیرقانوني لارو د پیسو د ترلاسه کولو او لیږدولو تورونه پورې شوي دي. (عکس: ارشیف)
ایټالیا کې په نیول شویو کسانو باندې د جرمي شبکو سره د تړاو او له غیرقانوني لارو د پیسو د ترلاسه کولو او لیږدولو تورونه پورې شوي دي. (عکس: ارشیف)

د ایټالیا پولیسو دوشنبې اکتوبر ۲۱ (تلې ۳۰) وویل چې د افغانستان، جنوبي اسیا او منځني ختیځ څخه اروپا ته د انسانانو د قاچاق د یوې شبکې د غړیتوب په تور یې ۱۳ کسان نیولي دي.

څارنوالانو وویل چې دا کسان د پایتخت روم، بولونیا او میلان په ګډون د ایټالیا په مختلفو ښارونو کې نیول شوي دي.

په نیول شویو کسانو باندې د جرمي شبکو سره د تړاو او له غیرقانوني لارو د پیسو د ترلاسه کولو او لیږدولو تورونه پورې شوي دي.

څارنوالانو په یوه خبرپاڼه کې وویل، د دوی پلټونکو د داسې یوې "جنايي شبکې" په اړه شواهد ترلاسه کړي چې "په ترکیه او عراق کې ریښې او په ایټالیا، فرانسه او یونان کې څانګې لري او په نامنظمه توګه د سمندر له لارې د کډوالو د لیږدولو کار کوي."

پر نیول شویو کسانو تور دی چې د افغانستان، پاکستان، ایران، عراق، سوریې، لبنان او نورو هېوادونو وګړي یې د ایټالیې د کلابریا بندر ته لیږدول، له هغه ځایه په بسونو او ریل ګاډي کې د فرانسې سرحد ته وړل کیدل او د قاچاق کوونکو په مرسته د ونټیمیلیا په سیمه کې فرانسې ته انتقالیدل.

د پولیسو په عملیاتو کې په ونټیمیلیا، روم او میلان کې درې دفترونه په دې شک تړل شوي چې له لارې یې قاچاق کوونکو پیسې حواله کولې.

د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني چې د نامنظمې کډوالۍ د مخنیوي هوډ یې څرګند کړی، د تورنو قاچاق کوونکو نیول ستایلي او ویلي یې دي چې حکومت یې "ژمن دی چې دا جنايي شبکې له منځه یوسي او د انسانانو د قاچاق بشپړ مخنیوی وکړي."

ددې خبر په چمتو کولو کې د فرانس پرس اژانس معلومات کارول شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG