د لاس رسي وړ اتصالات

يونان کې د یوې کښتۍ په ډوبېدو کې د څلورو پاکستانيانو مړینه تائید شوې


تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې یونان ته نژدې د کښتۍ د ډوبېدو له سیمې یې ۴۷ پاکستانیان ژغورلي او يو پاکستانی مړ شوی دی.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې یونان ته نژدې د کښتۍ د ډوبېدو له سیمې یې ۴۷ پاکستانیان ژغورلي او يو پاکستانی مړ شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د یونان ټاپوګانو ته نږدې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پیښه کې په مړو شویو کډوالو کې څلور پاکستانیان هم شامل دي.

ددغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د ډسمبر پر ۱۶ (ليندي ۲۶) په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د يونان چارواکو معلومات ورسره شريک کړي دي چې دا کسان د ډسمبر ۱۴( لیندۍ ۲۴) د هغه هیواد د کریټ ټاپو په جنوب کې د کښتۍ د ډوبېدو په پیښه کې مړه شوي دي.

تر دې وړاندې، د ډسمبر پر ۱۵ (ليندۍ ۲۵) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې وه چې یونان ته نژدې د کښتۍ د ډوبېدو له سیمې یې ۴۷ پاکستانیان ژغورلي او يو پاکستانی مړ شوی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې د ساحل ساتونکو په وینا، د ډسمبر پر ۱۴ (ليندۍ ۲۴) لږ تر لږه پنځه کډوال وروسته تر هغه ډوب شول چې د دوی د لرګیو کښتۍ د یونان په جنوبي ټاپو ګاودوس کې چپه شوه.

د کښتۍ د ډوبېدو تر پېښې وروسته د پاکستان صدراعظم شهباز شريف ویلي و چې "معصوم خلک د انساني قاچاق لپاره تېرایستل یوه ناوړه کړنه ده او په دې کې ښکېل کسان به له سزا سره مخ کېږي."

د منځني ختیځ، افریقا او اسیا زياتره کډوال او پناه غوښتونکي اروپا ته د ننوتلو لپاره د اوبو له لارې يونان ته اوړي، خو هلته ځينې وخت د کښتيو ډوبېدو په پېښو کې يوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوړي.

په تېر ۲۰۲۳ کال کې له یونان سره نژدې په روم سمندرګي یوه کښتۍ چپه شوې وه چې له ۴۰۰ د زیاتو پاکستانیانو په ګډون شاوخوا ۸۰۰ پناه غوښونکي پکې سپاره وو، او د هغوی له جملې څخه یوازې ۱۰۴ کسان ژوندي ژغورل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG