د لاس رسي وړ اتصالات

هسپانیې کې د کډوالو کښتۍ ډوبیدو پیښې کې ۹ تنه وژل شوي


آرشیف
آرشیف

په هسپانیې کې چارواکي وایي د دې هیواد کنري ټاپوګانو سره نږدې د کډوالو یوه کښتۍ چپه شوې چې لږ تر لږه نهه تنه پکې وژل شوي او ۴۸ نور تري تم شویدي.

د دې هیواد د سمندري ژغورنې ملي ادارې شنبه سپټمبر ۲۸ ( تلې اوومه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې چارواکو ۲۷ تنه ژوندي ژغورلي دي.

د کنري ټاپوګانو سیمه ایز جمهور رئیس فرنانډو کالویهو د اکس په شبکې پدې پیښې خفګان څرګند کړی او په یوې اعلامیې کې له هسپانیې او اروپایي اتحادیې څخه غوښتي چې د دې بشري ناورین د مخنیوي لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

ښاغلي کالویهو لیکي چې د اروپا جنوبي سرحد څخه یوازې څو متره لیرې خلک مري.

تر اوسه نده معلومه چې دا کډوال د کوم هیواد / هیوادونو اتباع و خو د لویدیځې افریقا د هیوادونو څخه لسګونه زره خلک د بې وزلۍ، جګړو او بې ثباتۍ له کبله هر کال کوښښ کوي چې په همدې خطرناکو لارو ځانونه هسپانیا ته ورسوي.

اکثریت دا کسان په لرګینو کښتیو کې چې سر یې خلاص وي، د اتلانتیک په سمندر کې د کنري ټاپو ته ځانونه رسوي خو یو شمیر نور بیا چې مراکش، الجزایر او منځني ختیځ د نورو هیوادونو څخه د هسپانیې په لور حرکت کوي، د مدیترانیې بحیرې او اتلانتیک سمندر د لارې د هسپانیا خاورې ته داخلیږي. پدې خطرناکې لارې هر کال زرګونه کډوال مري.

د هسپانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د روان میلادي کال د جنوري میاشتې لومړۍ نیټې څخه د اګست میاشتې پورې ۲۲۳۰۴ کډوال په کښتیو کې دې هیواد ته ورغلي دي په داسې حال کې چې تیر کال ۱۱۶۸۱ کډوال دې هیواد ته په کښتیو کې ورغلي و.

د همدې روانې سپټمبر میاشتې په لومړیو ورځو کې هم ۳۹ کډوال هغه وخت مړه شول چې د سنیګال څخه د کنري ټاپوګانو په لور روان و او کښتۍ یې په سمندر کې ډوبه شوه.

د هسپانیې صدراعظم پیدرو سانچیز د تیرې اګست په میاشت کې موریتانیا او ګامبیا ته تللی و چې د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره ددې هیوادونو سره یو لړ د همکارۍ او شراکت تړونونه لاسلیک کاندي.

د ملګرو ملتونو معلوماتو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې له بیلا بیلو هیوادونو څخه نږدې ۴۰ زره کډوال د کنري ټاپوګانو ته ورغلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG