د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال بانک خبرداری: د افغانستان اقتصاد له "ناڅرګند" راتلونکي سره مخامخ دی


نړیوال بانک په خپل راپور کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د اقتصاد اینده نا معلومه ده
نړیوال بانک په خپل راپور کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د اقتصاد اینده نا معلومه ده

نړیوال بانک د چهارشنبې په ورځ ډسمبر څلورمه (لیندۍ۱۴) خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د افغانستان اقتصاد د لږې ودې سره سره بیا هم د نا څرګند راتلونکي او لویو ننګونو سره مخامخ دی.

دغه بانک د «افغانستان د پراختیا نوي کول» تر عنوان لاندې په یو راپور کې ویلي دي، چې د نورو ستونزو ترڅنګ، «مالي محدودیتونه، نا متوازن تجارت او د عامه پانګونې لپاره محدود ظرفیت» د افغانستان د اقتصاد په مخکې خنډونه او ننګونې دي.

نړیوال بانک ویلي دي،‌ چې د ښځو ونډه، د نرخونو ثبات او د بشري پانګې د کلیدي کسرونو سره مقابله د افغانستان د اقتصاد د اوږدې مودې رغونې لپاره مهم فکتورونه دي.

نړیوال بانک وايي چې د افغانستان ناخالصو داخلي تولیداتو ۲.۷ فیصده وده کړې، خو دغه وده یوازې د تېر اقتصادي زیان ۱۰ سلنه جبران کوي.

طالبان له تېرو شاوخوا دریو کالونو راهېسې په افغانستان کې حاکم دي، خو حکومت یې لا په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوی نه دی او د دغه هېواد اقتصاد په لویه کچه منزوي پاتې شوی دی.

د اقتصادي‌ ستونزو او بېکارۍ د زیاتېدو له کبله ډېر افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر فاریس حداد-زیروس وویل: «د افغانستان اوږد مهال لیدلوری د کورني خصوصي سکتور د پام وړ ظرفیت څخه په ګټې اخیستو او په ټوله کې د سوداګرۍ د چاپیریال په ښه والي پورې تړلی دی.»

نړیوال بانک وايي تجارتي کسر، چې د سونګ موادو، غذا او ماشین الاتو په څېر وارداتو باندې د افغانستان د اتکا له کبله زیات شوی، ممکن د دغه هېواد اقتصادي ثبات ته خطر پېښ کړي.

حداد-زیروس زیاته کړه چې اقتصاد «زیاتې پانګونې، د کوچنیو سوداګریو لپاره بودیجې [بودیجې ته لاسرسی] او د مجربو ښځینه وو متشبثینو حمایت» ته اړتیا لري.

طالبانو په تېرو دریو کالونو کې په ښځو او نجونو باندې کلک بندیزونه لګولي دي، له شپږم ټولګيو ورپورته یې زده کړې بندې کړې، په دولتي او نادولتي ادارو کې ورته د کار اجازه نه ورکوي، له محرم پرته یې سفر او همدغه راز پارکونو او د ښځو لپاره جوړو شویو حمامونو ته نه پرېږدي.

په همدې حال کې راپورونه وايي، چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت په کابل کې په خپل وزارت کې د طبي زده کړو د ادارو مشرانو ته ویلي چې د ډسمبر له درېیمې نیټې (لیندۍ ۱۳) څخه وروسته په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو په شمولیت او زده کړو بندیز دی.

د زده کړو په دغو بنسټونو کې نجونو او ښځو د قابلګۍ، درمل جوړولو، د غاښونو د پروتز، لابراتوار، اکسرې، فزیوتراپۍ او روغتیا پالنې په برخو کې زده کړې کولې.

د بشري حقونو ځینو سازمانونو په ګډون اروپايي ټولنې او ځینو هېوادونو د طالبانودا اقدام غندلی او غوښتي چې دا پریکړه لغوه شي. د افغانستان د کرکټ د مشهور ستوري راشد خان په ګډون د کرکټ‌ یو شمېر لوبغاړو هم په دې پرېکړې اعتراض کړی او د بدلولو غوښتنه یې کړې ده.

راپورونه وايي، چې دا پرېکړه د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاد له لورې شوې، خو طالبانو په رسمي ډول لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG