د بخښنې نړیوال سازمان نن پنجشنبه ډسمبر پنځمه (لیندۍ۱۵) اسرائیل د تېرکال د پیل راهېسې په غزې کې په «نسل وژنې» تورن کړ او وايي چې نوی راپور یې د نړیوالې ټولنې لپاره د «بیدارۍ زنګ» دی.
دا سازمان، چې په بریتانیا کې یې مرکز دی، وايي د موندنې سرچېنې یې « د اسرائيل د دولتي او پوځي مقاماتو د نا انساني او له نسل وژنې سره تړلې بیانیې» د سټلایټ په مرسته د ویجاړیو اخیستل شوي تصویرونه، په سیمې کې کار او د غزې څخه راپورونه دي.
د بخښنې د نړیوال سازمان مشرې اګنس کالامار په یوې اعلامیې کې ویلي: «اسرائيل د میاشتو میاشتو لپاره له فلسطینیانو سره د فرعي (مادون) انسانانو په څېر چلند کړی، چې ګنې د بشري حقونو او کرامت ارزښت یې نه درلوده او د هغوی د فزیکي نابودۍ لپاره یې خپل هوډ څرګند کړی و.»
هغې وویل چې د دغه سازمان موندنې باید د نړیوالې ټولنې لپاره د «خطر زنګ» وي، ځکه چې «دا نسل وژنه ده. باید همدا اوس ودرول» شي.
د حماس ډلې تېرکال د اکتوبر په اومه نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل. د اسرائيل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول. په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا مسئولین وایي چې د اسرائیل په غچ اخیستونکو بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۴۴۵۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.
د بخښنې نړیوال سازمان مشرې وویل: «هېڅ شک نه شته چې اسرائیل پوځي اهداف لري. خو د پوځي اهدافو لرل د نسل وژنې احتمال نه ردوي.» هغې زیاته کړه چې موندنې یې د نسل وژنې د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د معیارونو په اساس برابرې دي.
د اسرائيل مقاماتو لا د دغه راپور په اړه څه نه دي ويلي، خو په تېر وخت کې یې د نسل وژنې تورونه رد کړي وو.
د بخښنې نړیوال سازمان د ۳۰۰ مخونو په دغه راپور کې «په ولسي خلکو، ملکي تاسیساتو، چې حماس په کې د پوځي هدف لپاره موجود نه و، قصدي او مستقیمو بریدونو، د استوګنو په ځایونو کې د پراخې شعاع په وسیله د تخریب لپاره د وسلو لویو چاودنو، د مرستو د توزیع مخنیوي او د غزې د ۹۰ فیصده نفوس بې ځایه کېدو» ته اشاره کړې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان د اکتوبر په اوومې او یا د اپریل په شلمې نېټو کې د اسرائیل د ۱۵ هوایي بریدونو یادونه کړې، او ویلي دي چې په دغو بریدونو کې ۳۳۴ ولسي خلک، چې ۱۴۱ یې ماشومان وو، وژل شوي او هېڅ شواهد نه شته چې وښيي د دغو بریدونو هدف پوځي ځایونه وو.
په راپور کې راغلي دي چې د اکتوبر له بریدونو څخه وروسته، اسرائيل په غزې باندې اوبه، برېښنا او ګاز قطع کړل او له هغه وروسته یې غزې ته محدودې مرستې پرېښودې.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې فلسطینان «له خوارځواکۍ، لوږې، ناروغیو» او همدغه راز «له تدریجي مرګ» سره مخامخ دي.
اسرائیل تل دعوه کوي چې حماس له ولسي خلکو څخه د پوځي سپر په توګه کار اخلي.
کارملا ویلي دي: «حکومتونه باید په غزې کې د اسرائيل د اشغال، د اپارتاید او نسل وژنې د بندولو لپاره د ناتوانۍ تظاهر بند کړي.»
هغې ویلي دي، هغه هېوادونه چې اسرائیل ته وسلې استوي، د «نسل وژنې» د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو په کنوانسیون کې د خپلو مکلفیتونو څخه سرغړونه کوي له دغه هېواد څخه د یو لاس کېدو له خطر سره مخامخ دي.
فورم \ دبحث خونه