د جنوبي کوریا د دفاع وزارت یو چارواکي د سه شنبې په ورځ، فبروري ۱۱ (سلواغه ۲۳)، وویل، شمالي کوریا روسیې ته د اوږده واټن ویشتونکي ۲۰۰ توغندي ورکړي دي.
دغه چارواکي فرانس پرس ته وویل، پیونګ یانګ مسکو ته "شاوخوا ۱۱۰۰۰ پوځیان، ۲۰۰ د لرې واټن ویشتونکي او نور بیلا بیل توغندي، او په کافي اندازه مهمات ورکړي دي."
دغه چارواکي چې نوم یې ندی ښودل شوی، زیاته کړه چې احتمال لري شمالي کوریا په راتلونکي کې روسیې ته نور سرتیري، وسلې او مهمات هم برابر کړي.
جنوبي کوریا، اوکراین او متحده ایالاتو ویلي چې شمالي کوریا تېر کال تر ۱۰ زرو ډېر پوځیان روسیې ته استولي چې د اوکراین پر ضد په جګړه کې له کرملین سره مرسته وکړي.
نه مسکو او نه هم پیونګ یانګ د دې پوځیانو لیږل کېدل تائید کړي دي.
خو دواړو هیوادونو، تېر کال شمالي کوریا ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر پر مهال یو تړون لاسلیک کړ چې پر اساس یې مسکو او پیونګ یانګ په دفاعي برخه کې له یو بل سره همکاري کوي.
په روانه میاشت کې، د جنوبي کوریا د استخباراتو ادارې فرانس پرس ته وویل چې د شمالي کوریا هغه سرتیري چې مخکې د کرسک سیمې په لومړۍ کرښه کې د روسیې له پوځیانو سره اوږه په اوږه په جګړه کې شامل وو، داسې ښکاري چې د جنوري له نیمایي راهیسې نور په دغه جګړه کې ښکیل ندي.
فورم \ دبحث خونه