د جنوبي کوریا استخباراتي ادارې د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۳ (مرغومې۲۴) په یو پټ مجلس کې دغه هېواد د پارلمان غړو ته ویلي دي چې له اوکراین سره د روسیې په جګړې کې د شمالي کوریا شاوخوا ۳۰۰ سرتېري وژل شوي دي.
د جنوبي کوریا د ملي امنیت څانګې ویلي دي چې د دغې ادارې مامورین په اوکراین کې د شمالي کوریا د ځینو نیول شویو سرتېرو څخه د پوښتنو او تحقیقاتو په پروسې کې شامل وو.
دا خبر داسې مهال کېږي چې یوه ورځ مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې د کرسک په سیمه کې یې د جګړې په مهال د شمالي کوریا دوه سرتېري ژوندي نیول شوي دي. د اوکراین ځواکونو د اګست په میاشت کې په دغې سیمې کې د روسیې په مقابل کې ناڅاپي عملیات پیل کړل.
زیلینسکي ویلي دي که د شمالي کوریا مشر کیم جون اونګ په روسیې کې د اوکراین د جنګي اسیرانو تبادله برابره کړي، دوی به د شمالي کوریا نیول شوي عسکر پرېږدي.
هغه دا خبره هم کړې ده، چې د وخت په تېرېدو سره به معلومېږي چې د اوکراین ځواکونه د شمالي کوریا څومره نور سرتېري نیسي او دا چې روسیه «په پوځي برخې کې د شمالي کوریا په مرستو تکیه» ده.
راپورونه وايي چې شمالي کوریا شاوخوا ۱۰زره سرتېري له اوکراین سره په جکړې کې د روسیې مرستې ته استولي دي.
روسیې او شمالي کوریا د تېرکال د جون په میاشت دوه اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ. د تړون په اساس، که په دوی دواړو کې یې په هر یو یې وسله وال برید کیږي، د یو بل مرستې ته به دانګي او د یو بل تر څنګ به دریږي.
امریکايي مقاماتو د ډسمبر په میاشت کې ویلي وو چې د اوکراین په جګړې کې په یوې اونۍ کې د شمالي کوریا څه باندې ۱۰۰۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. په سیمه کې نابلدي او له محیط سره نا اشنايي د شمالي کوریا د سرتېرو د تلفاتو یو عمده علت بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د دوشنبې په ورځ وویل، چې روسیې پرې د ۱۱۸ بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې ۷۸ یې خنثي کړي او الوتکې یې نسکورې کړي دي. دا بریدونه د اوکراین په بېلا بېلو سیمو کې شوي، چې یو شمېر کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د روسیې د دفاع وزارت هم ادعا کړې ده، چې د اوکراین درې بې پيلوټه الوتکې، چې د برید لپاره د روسیې تر کنترول لاندې سیمو ته استول شوې وې، وېشتلي او وايي چې کوم زیان یې اړولی نه دی.
فورم \ دبحث خونه