د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي یکشنبه جنوري ۱۲ ( مرغومي ۲۳) ویلي چې چمتو دی د شمالي کوریا نیول شوي سرتیري ددې هیواد مشر، کیم جونګ اون ته وسپاري خو پدې شرط چې د کوریا مشر په روسیه کې د بندي اوکراینیانو په تبادلې کې مرسته وکړي.
ښاغلي زیلینسکي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: " د شمالي کوریا لومړنیو نیول شویو سرتیرو ترڅنګ، له شک پرته چې نور به هم وي. دا یوازې د وخت پورې اړه لري چې زمونږ سرتیري هغوي ونیسي."
د اوکراین مشر تیره ورځ د روسیې سره په ګډې پولې کې د شمالي کوریا دوو سرتیرو نیولو خبر ورکړی و چې د دې هیواد استخباراتي ادارې ویلي و په اوکرایني، انګلیسي او روسي ژبو نه پوهیدل او د جنوبي کوریا د استخباراتي ادارې په مرستې یې ورسره خبرې کولې.
زیلینسکي زیاته کړې: " اوکراین چمتو دی چې د کیم جونګ اون سرتیري ورته وسپاري که هغه زمونږ د جنګیالیو په تبادلې کې مرسته وکړي چې په روسیه کې بندیان دي."
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینکسي تیره ورځ وویل چې د دې هیواد ځواکونو د روسیې په کرسک سیمه کې د شمالي کوریا دوه سرتېري ژوندي نیولي دي.
رویټرز د راپور له مخې دا لومړی ځل دی چې له تېر مني راهیسې په جګړه کې د شمالي کوریا د سرتېرو له شاملېدو وروسته، اوکراین د دې هېواد د دوو عسکرو د ژوندي نیول کېدو خبر ورکوي.
د کیف او د هغه د لویدیځو متحدینو د معلوماتو په اساس د شمالي کوریا سرتیري چې شمېر یې ۱۰ زره او یا له دې زیات اټکل شوی دی د روسیې په ملګرتیا د اوکراین په جګړه کې ښکیل شوي دي.
زیلینسکي په ټولنیزې شبکې ایکس کې لیکلي چې د شمالي کوریا دوه نیول شوي سرتیري کیف ته انتقال شوي دي او د اوکراین د کورني اطلاعاتو سازمان ورسره په تماس کې دی.
زیلینسکي وویل: "د ټولو جنګي بندیانو په څير د شمالي کوریا دوه سرتېرو ته هم ضروري طبي مرستې برابرېږي."
هغه زیاته کړه چې خبریالانو ته به له دغو دوو سرتېرو سره د خبرو کولو اجازه ورکړل شي.
کیف وايی چې د شمالي کوریا ځواکونه د روسیې په کرسک سیمه کې د اوکراین په وړاندې جنګېږي. د اوکراین د چارواکو په وینا ځواکونو یې د تېر عیسوي کال په اګست میاشت کې پر کرسک برید وکړ او لا هم د دې سیمې څو سوه کیلومتره مربع خاوره تر خپل کنټرول لاندې لري.
د اوکراین جمهور رئیس ویلي چې د شمالي کوریا یو نیول شوي سرتیري غوښتي چې په اوکراین کې پریښودل شي او بل یې بیا کوریا ته ستنیدل غوښتي.
فورم \ دبحث خونه