د لاس رسي وړ اتصالات

 
په ترکیه کې د ککړو شرابو د څښلو له کبله ۳۳ کسان مړه شوي

په ترکیه کې د ککړو شرابو د څښلو له کبله ۳۳ کسان مړه شوي


د ترکیې په بازارونو کې د شرابو د نرخ لوړوالی د شرابو د پټ تولید د پراخېدو یو لامل بلل کیږي. (د ارشیف عکس)
د ترکیې په بازارونو کې د شرابو د نرخ لوړوالی د شرابو د پټ تولید د پراخېدو یو لامل بلل کیږي. (د ارشیف عکس)

د ترکیې په پلازمینه انقره کې چارواکو د جمعې په ورځ، فبروري اوومه (سلواغې ۱۹) وویل چې د ککړو شرابو د څښلو له امله لږ تر لږه ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۰ نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

په ترکیه کې د ککړو شرابو د څښلو له کبله د خلکو مسمومیت عام دی. په دغه هېواد کې په پټه جوړېدونکو شرابو کې میتانول ګډیږي چې یوه زهرجنه ماده ده او کولی شي د څښونکي د ړندېدو، د ځیګر د ناروغیو او مړینې لامل شي.

د انقرې والي واصف شاهین د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، پولیسو ۱۰۲ ټنه ناپاکه الکول ضبط کړي او ۱۳ کسان یې ددې الکولو د پلورلو په شک نیولي دي.

که څه هم والي ددې پېښو دقیق وخت نه دی ښودلی، خو د هغه د دفتر د ایکس حساب د سه شنبې په ورځ "په وروستیو ورځو کې د جعلي الکولو له کبله د خلکو د مړینې زیاتوالي" ته اشاره کړې وه.

د والي د دفتر یو ویاند فرانس پرس ته وویل چې هغه باور لري چې دا شمیرې د روان میلادي کال د پیل راهیسې موده په بر کې نیسي.

تیره میاشت، په استانبول کې د ککړو الکولو څښلو وروسته د څلورو ورځو په ترڅ کې ۳۸ کسان مړه شول. د استانبول چارواکو وویل چې د جنوري په لومړیو څه باندې دوو اونیو کې لږ تر لږه ۲۶ نور کسان د ککړو شرابو د څښلو له کبله روغتون ته لیږدول شوي دي.

له هغه وخت راهیسې، چارواکو ندي ویلي چې د قربانیانو شمیر نور څومره زیات شوي او دا چې روغتون ته وړل شوي کسان په کوم حالت کې دي.

د استانبول د والي د دفتر ویاند د جمعې په ورځ د فرانس پرس د معلوماتو یوې غوښتنې ته په ځواب کې وویل: "موږ په دې اړه بیان نه ورکوو."

که څه هم ترکیه یو سیکولر هیواد دی، خو د ولسمشر رجب طیب اردوغان په واکمنۍ کې په شرابو باندې مالیه په چټکۍ سره لوړه شوې ده.

په ترکیه کې جوړېدونکي د "راکي" په نوم شرابو د یو لیتر بوتل بیه د ترکیې په بازارونو کې ۱۳۰۰ لیره (۳۷ ډلر) ته لوړ شوی دی، په داسې حال کې چې په ترکیه کې میاشتنی حداقل معاش یوازې ۶۰۰ ډالر دی.

منتقدین وايي چې په بازار کې د شرابو د نرخ لوړوالی د شرابو پټ تولید پراخوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG