د عربو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ، مارچ درېیمه (کب ۱۳) له جګړې وروسته د غزې د برخلیک په اړه د مصر په مرکز قاهره کې د تړلو دروازو شاته غونډه وکړه.
دا غونډه د عرب لیګ د یوې بیړنۍ سرمشریزې وړاندې جوړه شوې چې موخه یې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پلان ته ځواب ورکول ښودل شوي چې غواړي د غزې واک واخلي او اوسېدونکي یې نورو هېوادونو ته ولیږدوي.
د عرب لیګ یوې سرچنې د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل، د بهرنیو چارو وزیرانو د عربو هېوادونو د هغه پلان په اړه چې غواړي نورو هېوادونو ته د فلسطینیانو له لیږدولو پرته جنګ ځپلې غزه ورغول شي، "لومړنۍ او مشورتي" غونډه لرله.
په قاهره کې غونډې ته خبریالان نه وو غوښتل شوي. یوې سرچینې فرانس پرس ته ویلي چې په غونډه کې څېړل شوی پلان به سبا د عرب لیګ په سرمشریزه کې د تائید لپاره وړاندې شي.
له غونډې وړاندې د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي د تونس، بحرین، عراق، یمن او فلسطینیانو ادارې د بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا کتنه لرله.
د مصر د بهرنیو چارو د وزارت د یوې اعلامیې په اساس، عبدالعاطي په دغه غونډه کې د غزې په داسې بیارغونې ټینګار وکړ چې اوسېدونکي یې کډې کولو ته اړ نه شي.
ټرمپ څه موده مخکې وړاندیز وکړ چې مصر او اردن ته د غزې تړانګې د اوسېدونکو د کډې کولو وروسته به متحده ایالات ددغې تړانګې واک واخلي او د منځني ختیځ تر ټولو ښکلې سیاحتي سیمه به ورڅخه جوړه کړي. د ټرمپ دغه وړاندیز په نړیواله کچه قهر پارولی دی.
ددغه پلان په خلاف عرب هېوادونه هم یوځای شوي او تېره میاشت یې په ریاض کې د یوې غونډې په ترڅ کې د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره د ګډو هڅو په کولو خبرې وکړې.
عبدالعاطي د یکشنبې په ورځ په قاهره کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د غزې د بیارغونې پلان چمتو دی او د تائید لپاره به په قاهره کې د عرب لیګ مشرانو ته وړاندې شي.
فورم \ دبحث خونه