د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو یکشنبه فبروري ۲۳ ( کب پنځمه) خبرداری ورکړ چې په غزې کې د حماس ډلې پر ضد د شدیدې جګړې بیرته پیل کولو لپاره دا هیواد چمتو دی.
دا خبرداری وروسته تر هغه ورکړل شو چې حماس په اسرائیل تور ولګاوه د بندیانو خوشې کیدو په ځنډولو سره یې د غزې په تړانګې کې اوربند د خطر سره مخ کړی.
په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند لومړی پړاو چې د متحده ایالاتو، مصر او قطر په منځګړتوب شوی ټاکل شوې چې موده یې د راتلونکې مارچ میاشتې په سر کې پای ته ورسیږي او تر اوسه حماس او اسرائیل د اوربند په دویم پړاو موافقې ته ندي رسیدلي.
د اسرائیل مشر چې په یوې نظامي غونډې کې یې وینا کوله یو ځل بیا یې هوډ څرګند کړ چې په غزې کې به د حماس پر ضد د جګړې اهداف د خبرو اترو یا "نورو لارو چارو" تر لاسه کوي.
هغه زیاته کړه، " مونږ چمتو یو چې په هرې شیبې کې شدیده جګړه د سره پیل کړو".
په غزې کې د تیرې جنوري میاشتې ۱۹ مې نیټې اوربند راهیسې، د حماس ډلې ۲۵ اسرائیلي برمته شوي کسان د سلګونو فلسطینانو خوشې کیدو په بدل کې آزاد کړي.
د حماس ډله ډیری وخت برمته شوي کسان په ځانګړو مراسمو کې چې مخ پټي کسان پکې برخه لري خوشې کوي او همدارنګه برمته شوي کسان مجبوري چې پدې مراسمو کې خبرې وکړي.
د اسرائیل حکومت د همدې تیرې شنبې په ورځ د شپږو برمته شویو کسانو خوشې کیدو په بدل کې د ۶۰۰ فلسطینیانو خوشې کیدل وځنډول او دلیل یې همدا د برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره د حماس ډلې ځانګړي مراسم وبلل چې د اسرائیل حکومت "شرموونکي مراسم" بللې دي.
د سره صلیب نړیوالې ادارې چې د اسرائیل – حماس تر منځ د بندیانو په تبادلې کې مرسته کوي، تر دې وړاندې یې د ټولو خواوو غوښتي و چې د بندیانو خوشې کیدل په "وقار او خصوصي" ډول سره وکړي.
د اسرائیل یو لوړ پوړي چارواکي نعیم بصام ویلي چې د اسرائیل لخوا د بندیانو خوشې کیدو ځنډول د اوربند ټوله موافقه د جدي خطر سره مخ کوي.
هغه د منځګړو هیوادونو، په ځانګړې توګه متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې په اسرائیل فشار راوړي تر څو په غزې کې د اوربند موافقه عملي کړي او په "سمدستي توګه" بندیان خوشې کړي.
د اسرائیل مشر همدارنګه د یکشنبې په ورځ وویل چې د حماس د منظمو ځواکونو ډیره برخه یې له منځه وړې او خبرداری یې ورکړ چې د حماس پر ضد د جګړې ټول اهداف به تر لاسه کاندي.
د اسرائیل پوځ د یکشنبې په ورځ ناوخته ویلي چې د غزې تړانګې په شاوخوا کې د عملیاتي چارو ډیروالي پریکړه شوې.
په عین حال کې د منځني ختیځ لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي سټیف ویټکوف ویلي چې په همدې روانې اوونۍ کې سیمې ته ځي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند لومړي پړاو موده تمدید کاندي.
ښاغلي ویټکوف د سي ان ان تلویزیون سره په مرکې کې وویل ، "هیله لرو چې د اوربند دویم پړاو لپاره به مناسب وخت ولرو، تر څو بشپړ شي او نور برمته شوي کسان خوشې شي".
د اسرائيل او حماس ترمنځ د نازک اوربند د لومړي پړاو له پیل راهیسې تر اوسه ۲۴ ژوندي اسرائیلي یرغمل او له ۱۱۰۰ څخه زیات فلسطیني بندیان خوشې شوي دي.
د حماس ډلې د ۲۰۲۳ عیسوي کال د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل برید وکړ، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول. چارواکي وايي، په لسګونو یرغمل اوس هم په غزه کې پاتې دي.
اسرائيل د حماس د برید په ځواب کې پر غزې باندې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل چې غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د غچ اخیستنې په دغو بریدونو کې له ۴۷۰۰۰ څخه زیات کسان چې ډېر ملکي وګړي و وژل شوي او د دې ښار له ۷۰ سلنې څخه زیاتې ودانۍ ویجاړې شوي دي
فورم \ دبحث خونه