د لاس رسي وړ اتصالات

 
د لومړي پړاو اوربند پای؛ اسرائیل غزې ته د مرستو رسول وځنډول

د لومړي پړاو اوربند پای؛ اسرائیل غزې ته د مرستو رسول وځنډول


د حماس او اسرائیل ترمنځ د لومړي پړاو اوربند له پای ته رسېدو سره سم اسرائیل د یکشنبې په ورځ، مارچ دویم (کب ۱۲) غزې ته د بشري مرستو رسول وځنډول.

په عین حال کې د اسرائيل او حماس ترمنځ د نازک اوربند د دوام پر څرنګوالي خبرې له کړکېچ سره مخ شوي او پر غزې باندې د توپونو او هوايي بریدونو په تړاو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د اسرائيل او حماس ترمنځ د ۴۲ ورځو اوربند لومړی پړاو تېره ورځ پای ته ورسېد. اسرائيل په غزه کې د اوربند د مودې غځولو په اړه د منځني ختیځ‌ لپاره د متحده ایالاتو د استازي سټيف ویتکوف له وړاندیز څخه ملاتړ کړی دی خو تل ابیب ویلي چې حماس تر اوسه دا وړاندیز نه دی منلی.

د ویتکوف په وړاندیز کې راغلي چې اسرائيل او حماس دې د روژې په میاشت کې او د یهودیانو فصح اختر چې په اپریل میاشت کې لمانځل کېږي د اوربند موده وغځوي.

د فرانس پرنس اژانس راپور ورکړی چې د اسرائیل د صدراعظم دفتر په یو بیان کې ویلي چې بنیامن نتنیاهو له نن (مارچ دویمې) څخه د غزې تړانګې ته د ټولو بشري مرستو رسولو د ځنډولو تصمیم نیولی دی.

په بیان کې راغلي: "اسرائیل به زموږ د یرغمل شویو کسانو له خوشې کولو پرته اوربند ونه مني. که حماس په خپل انکار ټینګار وکړي دا به نورې پایلې هم ولري." حماس د اسرائيل دا اقدام غندلی دی او هغه یې "یوه سپکه باج اخیستنه، جنګي جرم او د اوربند د توافق په وړاندې ښکاره دسیسه" بللې ده.

دغې ډلې همداشان له نړیوالې ټولنې او منځګړو هېوادونو څخه غوښتي ترڅو د غزې تړانګې د څه باندې دوه میلیونه وګړو په وړاندې د "تنبیهي او غیراخلاقي اقداماتو" د مخنیوي لپاره پر اسرائيل فشار راوړي.

د حماس ویاند حازم قاسم وویل چې د دې تصمیم په اساس به د غزې تړانګې د اوسېدونکو او د [اسرائیلي] یرغملو د برخلیک د څرنګوالي په برخه کې اسرائيل مسول وي.

د حماس یو لوړ پوړي چارواکي له دې وړاندې فرانس پرس اژانس ته ویلي و دا ډله چمتو ده چې د اوربند په دویم پړاو کې ټول یرغمل خوشې کړي. په ورته وخت کې د غزې د دفاع مدني سازمان ویلي چې اسرائيلي ځواکونو د غزې په خان یونس سیمه کې د توپ او ټانک بریدونه پیل کړي دي.

د اسرائيل پوځ ویلي چې دا بریدونه بررسي کوي او زیاته کړې یې ده چې په یو هوايي برید کې یې هغه کسان په نښه کړي دي چې غوښتل یې په غزه کې د اسرائيل ځواکونو ترڅنک چاودېدونکي مواد ځای پر‌ ځای کړي.

له څه باندې ۱۵ میاشتو اوږدې جګړې په غزه کې بشري ناورین رامنځ ته کړی دی او ملګرو ملتونو په وار وار په غزه کې د قحطۍ خبرداری ورکړی دی. خو د اسرائيل د بهرنیو چارو وزیر ګېدون سعار د یکشنبې په ورځ دا خبرداری "دروغ" بللی دی.

غزې ته د بشري مرستو رسول په داسې حال کې ځنډول شوي دي چې د شنبې په ورځ (مارچ لومړۍ) مسلمانانو د روژې نیول پیل کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG