د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په اسرائیل باندې د ۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور خبر ورکړی


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په اسرائیل باندې د ۸ میلیادر ډالرو په ارزښت وسلو پلور په هکله کانګرس ته پداسې حال کې احوال ورکړی چې اسرائیل په لبنان، غزې او یمن کې د وسله والو ډلو په خلاف جګړې کوي.

د جمهور رئیس جو بایډن حکومت دوو چارواکو شنبه جنوري څلورمه ( مرغومي ۱۵) د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي چې ځینې وسلې ښايي د امریکا له ذخیرې په اسرئیل وپلورل شي او ځینې یې ښایي یو یا څو کاله وخت ونیسي.

پدې وسلو کې چې په اسرائیل به وپلورل شي د هوا څخه د هوا په لور واریدونکي د منځني واټن میزایل شامل دي چې د اسرائیل سره د توغندیو برید پر مهال د ځان په دفاع کې مرسته کوي.

همدارنګه د ۱۵۵ ملي متر توپونو سرګلولې چې لنډ واټن ویشتلای شي، د Hellfire AGM-114 توغندي، ۵۰۰ پونډه بمونه او نور شامل دي.

که د متحده ایالاتو کانګرس د وسلو دا پلور منظور کړي، د ۲۰۲۳ میلادي کال اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د حماس وسله والو په اسرائیل ناڅاپي برید وکړ او وروسته په غزې کې اسرائیلي ځواکونو جګړه پیل کړه، د اسرائیل سره د متحده ایالاتو نظامي مرستې به ۱۷.۹ میلیارد ډالرو ته ورسیږي.

سره لدې چې په غزې کې د ګڼ شمیر ملکیانو مرګ ژوبلې له کبله د بایډن په حکومت انتقادونه ډیر شوي، په پوهنتونونو کې مظاهرې شوې او آن په کانګرس کې یو شمیر دیموکراتانو په اسرائیل باندې د تعرضي وسلو پلور مخنیوي لپاره هلې ځلې کړي، خو بیا هم د امریکا حکومت د اسرائیل سره د وسلو مرستو له کبله تر ټولو نږدې متحد پاتې شوی.

متحده ایالاتو د تیر کال د مې په میاشت کې په اسرائیل باندې د ۲۰۰۰ پونډه بمونو پلور د لنډې مودې لپاره وځنډاوه ځکه اندیښنه وه چې اسرائیل ښایي لدې بمونو د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې د عملیاتو لپاره کار واخلي او ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله واوړي.

امریکا داسې مهال په اسرائیل د دې وسلو پلور خبر ورکوي چې په غزې کې د اسرائیل په هوایي بمبارۍ لا هم روانې دي او د همدې تیرې جمعې په ورځ هم پکې لسګونه تنه ووژل شول.

د غزې د دفاع مدني سازمان د شنبې په ورځ وویل چې د فلسطین پر خاورې د اسرائيل په بریدونو کې د اتو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو په اساس لومړی هوایي برید سهار مهال په غزه ښار کې د الغول پر کورنۍ شوی چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي دي. دغې ادارې ویلي چې په وژل شوو کسانو کې اوه یې ماشومان دي.

د غزې د دفاع مدني سازمان ویاند محمود بصال د فرانسې خبري اژانس ته وویل:‌ "دا کور چې پکې زیات شمېر بې‌ځایه شویو کسانو ته ځای ورکړل شوی و په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی. " د هغه په وینا لا هم یو شمیر کسان د دې دوه پوړیزې ودانۍ لاندې دي.

محمود بصال دغه راز وویل چې اسرائيل د امبولانس پر کارکوونکو باندې هم د ډرون برید کړی دی. د اسرائیل پوځ سمدستي د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

د جګړو له کبله د غزې ۹۰ په سلو کې وګړي بې ځایه شوي او سلګونه زره یې د ژمي همدې سړو کې په خیمو کې ژوند کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG