د غزې د دفاع مدني سازمان د شنبې په ورځ، ډسمبر څلورمه (مرغومي ۱۵) وویل د فلسطین پر خاورې د اسرائيل په بریدونو کې د اتو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي دي.
د دغه سازمان د معلوماتو په اساس لومړی هوایي برید سهار مهال په غزه ښار کې د الغول پر کورنۍ شوی چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي دي. دغې ادارې ویلي چې په وژل شوو کسانو کې اوه یې ماشومان دي.
د غزې د دفاع مدني سازمان ویاند محمود بصال د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "دا کور چې پکې زیات شمېر بېځایه شویو کسانو ته ځای ورکړل شوی و په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی. " د هغه په وینا لا هم یو شمیر کسان د دې دوه پوړیزې ودانۍ لاندې دي.
محمود بصال دغه راز وویل چې اسرائيل د امبولانس پر کارکوونکو باندې هم د ډرون برید کړی دی. د اسرائیل پوځ سمدستي د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
د پېښې یو عیني شاهد احمد موسی وویل چاودنې له خوب راویښ کړ او ویې لیدل چې هرڅه ښوري.
هغه زیاته کړه: "زه حیران شوم کله مې چې ولیدل (هوايي برید) زموږ په ګاونډي د الغول پر کورنۍ شوی دی. دا د ښځو او ماشومانو کور و. هلته داسې څوک نه و چې تر تعقیب لاندې وي او یا ګواښوونکی وي. "
د غزې د دفاع مدني سازمان وویل د اسرائيل پوځ په یو بل برید کې د مرستندویه کاروانونو پنځه افسران وژل شوي دي. د دې ادارې په وینا دغه شمیر کسان په جنوبي ښار خان یونس کې په موټر کې سپاره و چې ورباندې برید وشو.
بصال ادعا وکړه چې اسرائيل دغه برید په قصدي توګه کړی تر څو په سیمه کې د مرستې رسونې بهیر زیانمن او خلک له لازیاتو ستونزو سره مخامخ شي. د اسرائيل پوځ تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
بصال همداشان وویل چې په خان یونس کې پر یو کور باندې د اسرائيل په هوايي برید کې د یو ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
په غزه کې جنګ وروسته له هغې پیل شو چې د حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوه پر اسرائیل باندې برید وکړ. د اسرائيل د چارواکو د معلوماتو په اساس په دغه برید کې ۱۲۰۸ کسان ووژل شول چې زیات شمېر یې ملکي وګړي و او دغه راز لسګونه کسان یرغمل شول.
اسرائيل د دغه برید په ځواب کې پر غزې باندې خپل غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل چې لا هم دوام لري.
د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت شمیرې چې د ملګرو ملتونو لخوا هم تائید شوي ښيي چې په دغه بریدونو کې تر اوسه ۵۴۷۱۷ کسان وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو لویه برخه غیر نظامیان دي.
فورم \ دبحث خونه