مصر د سه شنبې په ورځ، فبروري ۱۸ (سلواغې ۳۰)، اعلان وکړ چې د غزې په اړه د عرب لیګ غونډه چې ټاکل شوې وه په روانه اونۍ کې په قاهره کې جوړه شي، د مارچ تر څلورمې نیټې ځنډېدلې ده.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت وویل چې غونډې ته 'د مادي او لوجیستیکي تیاري" په برخه کې د عرب لیګ د غړو هېوادونو ترمنځ د نوې نیټې په اړه هوکړه شوې ده.
عرب لیګ وروسته له هغه ددې غونډې د جوړولو اعلان وکړ چې د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ وړاندیز وکړ چې د جنګ ځپلې غزې ۲.۳ میلیون وګړي په دایمي توګه ګاونډیو هېوادونو ته له لیږدولو وروسته، امریکا ددې تړانګې واک واخلي او اباده یې کړي.
ټاکل شوې ده چې د مصر، اوردن، قطر او متحده عربي اماراتو مشران په سعودي عربستان کې غونډه وکړي او د غزې د بیارغونې لپاره یو بدیل پلان وړاندې کړي او اوسېدونکي یې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
عربي هېوادونو په یوه خوله د غزې په اړه د ټرمپ له پلان سره مخالفت ښودلی دی.
په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه په اسرائیل باندې د حماس د اورپکو له یو برید وروسته پیل شوه. د اسرائیلي مقاماتو په خبره، په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول چې په لسګونو یرغمل لاتراوسه د حماس په قید کې پاتې دي.
ددغه برید وروسته په غزه کې د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې، د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۴۸ زره فلسطینیان وژل شوي دي. اسرائیل ادعا کړې چې په دې کې ۱۷۰۰۰ ورانکاري شامل دي.
ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه