په افغانستان کې طالب چارواکي وايي چې په دوو ولایتونو کې د ږلۍ او باران له کبله ۲۹ تنه مړه شوي دي.
په فراه کې د اضطراري حالاتو سره د مبارزې د ادارې مشر محمد اسرایل سیار وویل چې په دغه ولایت کې د سختې ږلۍ او باران له کبله «۲۱ تنه مړه شوي او شپږ نور ژوبل» دي.
نوموړي وویل چې قربانیان د دوو کورنیو غړي دي چې د میلې لپاره تللي وو.
په کندهار کې هم چارواکو ویلي دي چې د سخت باران له کبله اته تنه مړه شوي دي. په مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د کندهار کې د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «څلور ښځې چې د کالیو په وینځلو بوختې وې، سیلاب وړي دي... یوازې یوه ښځه ژغورل شوې ده.»
اعلامیه وایي چې په کندهار کې د یو کور د چت د نړېدو له کبله یوه ښځه او درې ماشومان مړه شوي دي. په دغو پېښو کې یو بل ماشوم هم مړ شوی دی.
په افغانستان کې د تېرکال د مۍ په میاشت کې د بارانونو او سیلابونو له کبله شاوخوا سلګونه کسان مړه شول او اوبو ډېرې زراعتي ځمکې یوړې.
ملګري ملتونه وايي چې په دغه بې وزلي او کرنیز هېواد کې وچکاري، سیلابونه او د کرنیزو حاصلاتو د تولید کموالی لو ګواښونه دي.
فورم \ دبحث خونه