د لاس رسي وړ اتصالات

 
د واورو د ورښت له امله د سالنګ لویه لار تړل شوې

د واورو د ورښت له امله د سالنګ لویه لار تړل شوې


 د روان ژمي د پیل راهیسې د واورو د اورښت له امله څلورم ځل دی چې د سالنګ لویه لار په موقتي ډول تړل شوې ده. (عکس ارشیف).
د روان ژمي د پیل راهیسې د واورو د اورښت له امله څلورم ځل دی چې د سالنګ لویه لار په موقتي ډول تړل شوې ده. (عکس ارشیف).

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لار د واورو د اورښت او طوفان له امله د یکشنبې د ورځې د ماښام راهیسې د هرډول موټرو د تګ راتګ پرمخ په موقتي ډول تړل شوې، خو ددغې لارې د ساتنې او او څارنې ریاست کارکوونکي د دغې لارې د بیرته پرانیستلو هڅې کوي.

دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې چې د سالنګ لویه لار د یکشنبې د ورځې فبرورۍ نهم (سلواغې۲۱) ماښام ۷:۱۰ بجو د سختې واورې د اورښت، ، د لید د ساحې د محدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره د ټولګټو وزارت لخوا تر بلې خبرتیا پورې د هرډول موټرو د تګ راتګ پرمخ په موقتي ډول تړل شوې ده.

محمد اشرف حق شناس ویلي: "د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مؤظف ټيمونه چمتو دي، ترڅو د هوا د ښه کېدو او د طوپان د کمېدو سره سم؛ د واورې ځپلو سیمو پاکاري ترسره کړي او ياده لویه لاره بېرته د ټرافیکو پرمخ پرانيزي".

حق شناس پر دغه لار د موټرچلوونکو او مسافرو څخه غوښتي چې پرلارې له سفر څخه دې ډډه وکړي اوکه هغوی پر دغې لارې سفر پیل کړی وي هڅه دې وکړي چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

هغه ویلي: " له ټولو درنو هېوادوالو څخه هیله کېږي،چې تر بلې خبرتیا پورې له خپل مبداء څخه د سالنګونو پر لور سفر ونه کړي."

د سالنګ لویه لاره نه یوازې د افغانستان پایتخت کابل د شاوخوا لسو شمالي، شمال ختیځو او شمال لودیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې دا لار د منځنۍ اسیا د څو هیوادونو او پاکستان ترمنځ هم د ترانزیټي مالونو د انتقال لپاره کارول کیږي.

دا د روان ژمي د پیل راهیسې د واورو د اورښت له امله څلورم ځل دی چې دا لار په موقتي ډول تړل شوې ده.

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پيژندنې ریاست د یکشنبې په ورځ فبرورۍ نهم ( سلواغې ۲۱) د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د بارانونو، واورې د اورښت خبر ورکړی وو.

ددغه وزارت د هوا پیژندنې ریاست د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په هرات، فراه، نیمرو،هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان، میدان وردګ، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، جوزجان، بلخ، پروان، بغلان او پنجشیرو ولایتونو کې د واورې او د باران د اورښت اټکل کړی وو.

دغه ریاست په ځینو سیمو کې د باران کچه د ۱۵ څخه تر ۳۵ ملي مترو او د واورې کچه د ۱۰ څخه تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل کړې ده. همداشان دغه ریاست په دغو دوو ورځو کې د سالنګونو په ګډون په لویدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د سختو بادونو د لګیدو اټکل هم کړی دی.

په کابل کې هم د یکشنبې د ماښام راهیسې د باران اورښت پیل شوی چې د دوشنبې په ورځ یې هم دوام درلود.

په افغانستان کې په روان ژمي کې د تیرکال د ژمي پرتله د ګرمې هوا آټکل شوی دی. ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې په افغانستان کې د نسبتآ وچ ژمي اټکل کړی دی او ویلي دي چې په ژمي کې به د واورو او باران اورښت کم اوسي.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی، چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره مخ دی او ددغو اغیزو د کمولو او مخنیوی لپاره هیڅ چمتوالی هم نلري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د افغانستان اکثره برخې د تیرو دریو پرله پسې کلنو لپاره د وچکالۍ تر اغیزو لاندې دي او ددغه هیواد د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۲۵ ولایتونه د وچکالۍ تر اغیزو لاندې دي چې له امله یې ددغه هیواد د ۵۰ فیصدو څخه زیاتو وګړو پر ژوند اغیزه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) د جنورۍ ۳۰ (سلواغې ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې د اوبو په زیرمنو باندې د روانې وچکالۍ د اغیزو له امله اوبو ته د خلکو اړتیا زیاته شوې او اوس مهال په دغه هیواد کې تر ۳۹ فیصدو پورې کورنۍ د څښلو د اوبو د کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د جنورۍ ۳۰ (سلواغې ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې لږ ترلږه تر ۲۳ فیصدو پورې کورنۍ پر نه تصفیه شویو اوبو باندې متکي دي.

د دې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال راهیسې اوبو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته شوې او۶۷ فیصده کورنۍ د اوبو د ترلاسه کولوهڅې کوي.

سویس کې میشت د "اې سي اې پي ایس" په نوم اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې بشري اړتیاو د ارزونې یو بنسټ د ۲۰۲۴ کال د جولاۍ په میاشت کې په افغانستان کې اقلیم د بدلون اغیزو په اړه یو راپور کې نورمال حالت څخه د حرارت درجې پورته کیدل او ګرمۍ څپې، یخونو ویلې کیدل، وچکالي،سیلابونه او ځمکې ښویېدل دغه هیواد کې اقلیم بدلون د اصلي خطرونو په توګه ښودلي دي.

دغه بنسټ ویلي چې افغانستان د ګرمۍ کچه د نړۍ د ګرمۍ د کچې له اوسط څخه پورته ده او د ۱۹۵۰ کال راهیسې هرکال په دغه هیواد کې د ګرمۍ کچه د ساتني ګراډ په کچه ۱.۸ درجې زیاتوالی راغلی دی.

په راپور کې راغلي چې په تیرو څلورو لسیزو کې په اکثرو شمالي، لویدیځو، جنوب ختیځو او جنوبي ولایتونو کې کم اورښت وریدل ثبت شوي او وچکالۍ اغیزې زیاتې شوي دي.

په دې راپور کې دغو عواملو ته په اشارې ویل شوي چې افغانان به د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلنو ترمنځ د اقلیم د بدلون او یا هم د هغې د ترکیب د عمده ګواښونو سره مخ شي.`

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG