د لاس رسي وړ اتصالات

د سالنگ او کابل – غور لویې لارې د واورو د سخت اورښت له امله تړل شوي


د سالنګ لویه لار د افغانستان مرکز کابل لږ تر لږه د لسو شمالي او شمال ختیځو او شمال لودیځو ولایتونوسره نښلوي.(عکس ارشیف).
د سالنګ لویه لار د افغانستان مرکز کابل لږ تر لږه د لسو شمالي او شمال ختیځو او شمال لودیځو ولایتونوسره نښلوي.(عکس ارشیف).

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت چارواکي وايي، چې د سالنګ او د کابل – غور ترمنځ لویې لارې د واورو د سخت اورښت له امله د هر ډول موټرو پرمخ د تړل کیدو وروسته ددغو لارو د بیرته پرانسیتلو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د سالنګ لویه لار د جمعې په ورځ جنورۍ درېیم (مرغومې ۱۴) ۱۰:۳۰ بجې د انساني تلفاتو د مخنیوي لپاره د هرډول موټرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

هغه ویلي: "ددې لویې لارې په اوږدو کې د واوارې ضخامت متفاوت دی، په شمالي سالنګ کې د واورې ضخامت ۴۵ ساتني متره او په ځینو نورو ساحو کې ۹۷ ساتني متره او په جنوپي سالنګ کې ۷۸ سانتي متره او په ځینو نورو ساحو کې ۱۱۶ سانتي مترو ته رسیدلی دی".

د سالنګونو د ساتنې د ریاست د کارکوونکو د وینا له مخې د دغې لارې په اوږدو کې په دواړو خواو کې د اغیزمنو شویو ساحو څخه د موټرو د تخلیې بهیر پیل شوي او په دې لار د انساني تلفاتو د مخنیوي لپاره هڅې لا هم روانې دي.

حق شناس پر دغې لار د موټرچلوونکو او مسافرو څخه غوښتي چې پر دغې لارې له سفر څخه دې ډډه وکړي اوکه هغوی پر دغې لارې سفر پیل کړی وي هڅه دې وکړي چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي او په هغو ځایونو کې دې توقف وکړي.

هغه ویلي: "د سالنګونو د ساتنې د ریاست کارکوونکي چمتو دي چې څنګه چې هوا حالات چمتو شي د واورې څخه ساحې پاکې او دا لار بیرته د ترافیکو پرمخ پرانیځي".

د سالنګ لویه لار د افغانستان مرکز کابل لږ تر لږه د لسو شمالي او شمال ختیځو او شمال لودیځو ولایتونوسره نښلوي. په تیرو اونیو کې دا لار د واورو د اورښت او هم پر دغه لار د بیا رغونې د کار د دوام له امله د نږدې دوو اونیو لپاره تړل شوې وه، چې د ډسمبر ۲۴ (مرغومې څلورم) ورځ بیرته پرانیستل شوه.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو د کابل – غور ولایتونو ترمنځ د لویې لارې د تړل کیدو خبر هم ورکړی دی.

ځینو سیمه ییزو رسنیو د غور ولایت لپاره د طالبانو د ټولګټو رئیس عبدالکریم ابوشعیب له قوله ویلي چې د واورو د سخت اورښت له امله د کابل – غور د لویې لارې د بندیدو سربیره ددغه ولایت مرکز فیروزکوه سره د څو ولسوالیو لارې هم بندې شوي دي.

ابو شعیب ویلي: "د تیرې شپې د واورو اورښت دا لار د ترافیکو پرمخ تړلې ده او د واورې د پاکولو ټیمونه هڅه کوي چې هرڅومره ژر چې کیږي دا لار بیرته د ترافیکو پرمخ پرانیځي".

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د چهارشنبې په ورځ جنورۍ اول (سلواغې ۱۲) د کابل په ګډون د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د شنبې تر ورځې جنورۍ څلورم ( مرغومې ۱۵) ورځې پورې د واورې او باران د اورښت اټکل کړی دی.

دغه وزارت ویلي چې په دغو ورځو کې به د نیمروز ولایت پرته د سالنګ د لویې لارې په ګډون په نورو ټولو ولایتونو کې واوره او یا باران ووریږي. په کابل کې نن هم د دوېیمې ورځې لپاره د واورې اورښت دوام درلود.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې په سرپل ولایت کې د قم کوتل مسیر د لنډمهال لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی، د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو پرسونل د سړکونو او لویو لارو څخه د واورې په پاکولو بوخت دي او هڅه کوي چې یاد مسیرونه د ترافیکو پر مخ پرانیستي وساتي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG