د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویلي چې ټاکل شوې د سالنګ لویه لار چې ددغې لارې په اوږدو کې په یو تونل کې د بیا رغونې کار د دوام له امله نږدې دوه اونۍ دمخه د لویو موټرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه د سه شنبې په ورځ به په بشپړ دول د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۲ ( مرغومې دوېیم) ددغه وزارت د ویاند محمد اشرف حق شناس له قوله لیکلي چې دغه لاره د بیارغونې له امله تړل شوې وه او اوس د تګ راتګ لپاره چمتو شوې ده.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت دا لار ډسمبر لسم( لیندۍ ۲۰) څخه د ډسمبر ۲۴( مرغومې څلورم) پورې د لویو مسافروړونکو وسایطو پرمخ تړلې وه.
خو ددغه وزارت له خوا هغه مهال په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو، چې کوچني تیز رفتاره مسافر وړونکي وسایط کولای شي ددغې لویې لارې په فرعي مسير له دواړو لورو تګ راتګ وکړي.
طالبانو د ټولګټو وزارت د سالنګ په تونل کې دننه د بیا رغونې د کار د دوام له امله پر دغې لویې لارې د وسایطو د تګ راتګ لپاره یوه بدلیه فرعي لاره پرانیستې وه، چې پر سالنګ باندې د زیاتې واورې د اورښت وروسته د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پرمخ دا فرعي لار هم ټړل شوې وه.
د سالنګ لویه لار د افغانستان مرکز کابل د نږدې لسو شمالي او شمال ختیځو او شمال لودیځو ولایتونوسره نښلوي.
دا لار د افغانستان د څو مهمو لارو څخه ده چې هره ورځ پرې زرګونه مسافرو تګ راتګ کوي او ترڅنګ یې د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا د هیوادونو ترمنځ د ترانزیتي مالونو د انتقال لپاره هم ترې کار اخیستل کیږي.
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت د سالنګ د تونل د بیا رغونۍ چارې د روان کال په مني کې بیا پیل کړې وې چې ددغه وزارت د معلوماتو له مخې اوس پر دغه لار د بیا رغونې کارونه بشپړ شوي دي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت د ډسمبر پنځمه ( لیندۍ ۱۵) په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د سالنګ د تونل او ګالرۍ د بیا رغونې چارې بشپړې شوي دی، خو دغه وزارت هغه مهال ویلي وو، چې ۲۰ نورو ورځو ته اړتیا ده ترڅو د تونل دننه کانکریټ شوې برخې د موټرو تګ راتګ لپاره چمتو شي.
دغه وزارت تیرکال هم ددغې لارې د بیا رغولو په خاطر د څو اونیو لپاره دا لار د موټرو د تګ راتګ پرمخ ټړلې وه. د طالبانو د ټولګټو وزارت هغه مهال ویلي و، چې دا لار یې په اساسي ډول بیرته رغولې ده.
خو طالبانو سږکال بیا ددغې لارې په ځانګړي ډول د سالنګ د تونلونو د بیا رغونې چارې د مني په موسم کې پیل کړې چې لا هم دا لار د ترافیکو پرمخ نه ده پرانیستل شوې او پر دغه لویه لار مسافر وړونکي موټراو لارۍ د سالنګ د اصلي مسیر پرځای د یو فرعي مسیر څخه کار اخلي.
فورم \ دبحث خونه